کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): په افغانستان کې دکانونو په برخه کې د نړيوالې پانګونې د جذبولو په موخه، دوه د سرو زرو او دوه د مسو لوى کانونه په لندن کې پانګوالو ته معرفي شول.
د کانونو د وزارت وياند محمد جواد عمر د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو کانونو کې د غزني د زرکشان،د بدخشان د سرو زرو، د سرپل د بلخاب او هرات د شيدا د مسو کانونه شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني تېره ورځ د يادو کانونو په اړه د انګلستان په پلازمېنې لندن کې ګڼ شمېر نړيوالو پانګوالو ته معلومات ورکړل.
ده وويل، چې د دغو کانونو د پېژندنې په اړه جوړه شوې غونډه کې يو شمېر پانګوالو په شفاهي ډول په دې برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د عمر په وينا، د کانونو وزارت به د خپلې ويبپاڼې له لارې د يادو څلورو کانونو په برخه کې د پانګوالو د لېوالتيا د اسنادو ترلاسه کولو په موخه ځانګړې نېټه اعلان کړي.
ده د بدخشان د سرو زرو او د هرات د شيدا د مسو د کان په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، چې د غزني د زرکشان په کان کې د ٧٥٠٠ کيلو سرو زرو اټکل شوى دى.
دغه راز د هغه په وينا، د لومړنيو څېړنو له مخې، د سرپل د بلخاب کان په لوګر کې د عينک د مسو له کان څخه لوى اټکل شوى دى.
د عينک د مسو په کان کې، چې په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه دى، ١٢ ميليون ټنه مس اټکل شوى دي.
د عمر د معلوماتو له مخې، د تخار، بدخشان، غزني او بغلان ولايتونو کې پنځه د سرو زرو کانونه او په هرات، سرپل او لوګر ولايتونو کې څلور د مسو کانونه تثبيت شوي دي.
د کانونو وزارت د معلوماتو پر اساس، د هغو څېړنو له مخې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د امريکا د سروې او جيولوژۍ ادارې له خوا ترسره شوې، ښيي، چې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره کې د درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت څلور سوه کانونه او کاني ظواهر پېژندل شوي دي.
د راپور له مخې، په دغو کانونو کې د اوسپنې، مسو، د ډبرو سکرو، سرو زرو، نفت او ګاز، ليتيوم او قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه شامل دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مهال په افغانستان کې د ډبرو سکرو، مرمر ډبرو او د نورو ودانيزو توکو د کوچنيو کانونو استخراج شتون لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن