منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:08 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

د سون لرګيو د بيو لوړېدو د پکتيا خلک له ستونزو سره مخ کړي

· 3 دقیقې لوستل · 134 کتنې

ګردېز (پژواک ۲۱ ليندۍ ۹۰): د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سون د لرګيو بيه ډېره لوړه شوې او ځنګلونه هم له جدي ګواښ سره مخ دي.

په پکتيا کې د سړکونو پر غاړه هم د سون لرګيو لويې لويې ډېرۍ پرتې دي او ويل کېږي، چې له ختيځو ولايتونو وروسته ډېرى ځنګلونه په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې دي، خو له دې سره سره هم په دغو ولايتونو کې د سون لرګيو بيه لوړه ده.

په پکتيا کې دغه مهال يو خروار د سون لرګيو بيه د خلکو په وينا، تر ٧ زرو افغانيو پورې ده، خو تېر کال يې بيه ٢زره افغانۍ وه.

د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي دولت خان پژواک اژانس ته وويل، چې د مياشتې ١٠زره کلدارې عايد لري او نه شي کولاى، چې په دې باندې د کور له ټولو اړتياوو سره په دومره لوړه بيه د سون لرګي راونيسي.

نوموړي زياته کړه: ((ژمى را ورسېد او حيران يم، چې د کور ګرمولو لپاره څه واخلم، که ګاز اخلم د هغه کيلو په اويا افغانۍ ده، که لرګي اخلم، د خروار وس نه لرم او که لږ اخلم، نو هغه نوره هم راته قيمته تماميږي.))

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د کار روزګار لپاره زمينه برابره کړي، څو خلک له دغو ستونزو خلاص شي.

د ګردېز ښار يو سبزي پلورونکى لعل محمد وايي، چې د سبزيو په پلورلو دومره پيدا کوي، چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي او سون توکو د پېرودلو وس نه لري.

د هغه په وينا، سږ کال د سون لرګيو بيه ډېره لوړه شوې او غواړي، چې سږ ژمى د خسو په سوځولو تېر کړي.

نوموړي وويل، چې نور کلونه به په ګردېز کې د ډبرو سکاره په ارزانه بيه خرڅېدل، خو سږ کال هغه هم هېڅ نه پيدا کېږي.

خو په پکتيا کې د سون لرګيو سوداګر وايي، چې د لرګيو بيه په هغو ځايونو کې لوړه شوې، له کومه ځايه يې چې دوى راوړي او پر خلکو يې پلوري.

په پکتيا کې زياتره د سون لرګي په منګلو، ځدراڼو او اريوب ځاځيو کې پيدا کېږي، چې د دغو سيمو خلکو په وينا، هلته هم وچ لرګي خلاص شوي او خلک شنې ونې وهي او هغه پر سوداګرو پلوري.

په ګردېز کې د سون لرګيو يو سوداګر حبيب الله پژواک ته وويل، چې د لرګيو په بيه کې ځکه لوړوالى راغلى، چې په غرونو کې ونې په ورکېدو دي او پر ځاى يې نور نوي نياللګي نه کېنول کېږي.

دی وايي، چې پخوا به ډېر د سون لرګي د ځدراڼو او منګلو له غرونو راوړل کېدل، خو اوس د هغوی په ځنګلونو کې يواځې مېوه لرونکې ونې پاتې دي او داسې ونې نه شته، چې د سون لرګي ترې برابر کړي.

نوموړي زياته کړه، چې سوداګر زياته هڅه کوي، چې خپل لرګي په ګردېز کې ونه پلوري او مرکز کابل ته يې ولېږدوي، تر څو په لوړه بيه خرڅ شي.

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د سون لرګيو يو سوداګر شين ګل وايي، په غرونو کې، چې له خلکو لرګي اخلي په ډېره لوړه بيه ورته تماميږي او دوى اړ دي، چې د ګټې په خاطر يې له هغې هم په يو څه لوړه بيه وپلوري.

د هغه په وينا، په غرونو کې هم لرګي په خلاصېدو دي او ښايي تر دوو او يا درېيو کلونو پورې په غرونو کې هېڅ د سون لرګي پيدا نه شي.

نوموړي زياته کړه، چې که دولت دغې چارې ته جدي پاملره ونه کړي او له خلکو سره په غرونو کې د نويو نيالګيو په کېنولو کې لازمه مرسته ونه کړي، ډېرې ستونزې به رامنځته شي.

خو د ګردېز ښاروال اغامحمد سعيدي پژواک ته وويل، چې دوى د ازاد بازار د اصولو له مخې نه شي کولاى، چې د پخوا په څېر سوداګرو او دوکاندارانو ته د شيانو د پلور نرخنامې ورکړي.

ده زياته کړه: ((اوس ازاد بازار دی، سوداګر چې هر څه په هره بيه پلوري موږ په کې کار نه لرو او نه حق لرو چې مخه يې ونيسو.))