جلال اباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠) : ناپيژاندو وسلوالو نن ماخوستن په جلال اباد ښار کې ٤ تنه ووژل او یو تن یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار د امنيت آمر سمونوال معصوم هاشمي د لیندۍ په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال ابآد ښار اکمالاتي بيز ته څيرمه د زرين اباد په سيمه کې نامعلومو وسلوالو پر یوه کرولا موټر ډزې وکړې او څلور تنه یې ووژل .
د امنيت امر وويل چې ډزې کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د وژنو انګيزه لا نه ده څرګنده شوې.
د امنيت امر وويل چې د موټرو د کمزور ي ټکر له امله د وروستني موټر سورو په مخکې شوي موټر ډزې کړي دی.
نوموړي زياته کړه چې په وژل شوو کې د ٢ تنو جسدونه پيژندل شوي دي چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
د والي وياند احمد ضياء عبډالزي پژواک ته وويل چې دم ګړۍ د ٥ تنو مرګ ژوبله تايیدوي.
نوموړي زياته کړه چې پلټنې به د پېښې تورن او لاملونه روښآنه کړي.
د ننګرهار عامې روغتيا روغتون بيړنۍ خونېموظف ډاکټر پژواک ته وويل چې دغه روغتون ته د مړو ساتن ځاى ته ٤ جسدونه او بيړنۍ څانګې ته یو ټپي راوړل شوى چې روغتيايي وضعه يې د انديښنې وړ ده.