ژبه

پنټاګان : څوک چې زموږ پر سرتېرو بريدونه کوي د امريکا دښمنان دي

توسط للېت کمارجا

دسمبر 21, 2011 - 12:05 pm

Views: 143

واشنګټن ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠ ):دامريکادفاع وزارت وايي،هغه طالبان چې پر امريکايي سرتېرو بريدونو کې لاس لري او له ترهګريزو بريدونو سره مخالفت نه کوي، هغوى د امريکا دښمنان دي.

دامريکا دفاع وزارت دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه وکړې،چې دامريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن په ډاګه کړه، چې طالبان د امريکا دښمنان نه دي.

له نيوزويک مجلې سره په يوې ځانګړې مرکې کې جو بايډن ويلي و، چې همدې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي ، چې هغوى خپل دښمن نه ګڼي.

خو دفاع وزارت وايي، هغه طالبان چې پر امريکايي سرتېرو په  بريدونو کې لاس لري او له ترهګريزو بريدونو سره مخالفت نه کوي، هغوى د امريکا دښمنان دي.

په پنټاګان کې ددې وزارت وياند جان کربي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل : (( ترڅو پورې چې طالبان په افغانستان کې پر بې ګناه وګړو بريدونه کوي او زموږ ځواکونو ته ګواښ رامنځته کوي، نو موږ فکر کوو، چې ديوه قوت په توګه بايد له دوى سره يوې معاملې ته ورسيږو.))

د مرستيال ولسمشر د څرګندونو په اړه جان کربي وويل چې دهغه څرګندونې يې تراوسه نه دي لوستي، خو زياته يې کړه چې دوى په نظامي لحاظ په افغانستان کې د طالبانو تحريک له ماتې سره مخ کړى او دې کار ته به دوام ورکوي.

ده زياته کړه : (( موږ به هره ورځ  له هغوى سره خپلې جګړې ته ادامه ورکوو او د هغوى ددې صلاحيت د کمزورولو هڅې کوو، چې غواړي افغانانو ته ضررر ورسوي او تاوتريخوالى رامنځته کړي.))

د نوموړي په وينا، طالبان د حکومت او واکمنۍ غوښتونکي هم دي او ددوى جګړې ته د ادامې ورکولو موخه هم داده، چې  بيا غواړي واکمن شي.

خو د امريکا دفاع وزارت وياند وويل : (( په دې باور يو، چې که طالبان بيا په افغانستان کې واکمن شي، نو ددې احتمال شته ، چې دغه هېواد به يو ځل بيا د القاعدې لپاره خوندي ځاى وګرځي.))