کابل (پژواک ٨ مرغومى٩٠): په کابل ښارکې دلومړنيو توکو او سرو زرو بيو دتېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى موندلى.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي فضل الرحمن و ويل، چې نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، د يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ او د اندونيزيايي شين چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.
دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې ، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويى بورۍ پاکستاني لومړي درجه اوړو بيه ١٠٤٠ افغانۍ او د يوې پنځوس کيلويى بورۍ برازيلي بورې بيه ٢١٦٠ افغانۍ ده.
په کابل ښار کې د ځينو خوراکي توکو پرچون بيې د عمده خرڅلاو له يادو بيو سره لږ او د ځينو ډېر توپير لري.
د درېيمې کارتې د پل سرخ د سيمې يو هټۍ وال شکرالله وايي، چې نن يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړي درجه پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې په ٢٦٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلويي برازيلۍ بوره په ٢٢٢٠ افغانۍ پلوري.
هغه زياته کړه، چې پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٠ افغانۍ پلوري.
په ښار کې د اوبلن ګاز بيې توپير لري.
نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د ښار په دېرشو دولتي پلورنځيو کې يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي او هغه شخصي هټۍ چې له دولت څخه ګاز ترلاسه کوي ، يو کيلو ګاز په ٥٩ افغانۍ پلوري.
د کابل ښار د دهمزنګ څلورلارې يو ګاز پلورونکى شفيق وايي ، چې ده د سوداګرۍ له وزارت څخه يو کيلو ګاز په ٥٤ افغانۍ اخيستى او د وزارت له خوا له ټاکلې بيې سره سم يې د تېرې پنجشنبې په څېر په ٥٩ افغانۍ پلوري.
خو نن هم د ښار په نورو شخصي هټيو کې د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو ګاز له ٧٥ تر ٨٥ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار د پامير سينما د سيمې يو ګاز پلورونکى سيداجان، چې يو کيلو ګاز په ٨٥ افغانۍ پلوري، وايي، ځکه ګاز په لوړه بيه پلوري؛ چې دى له عمده پلورونکو څخه يو کيلو پر ٧٥ تر ٧٧ افغانيو اخلي.
خو د کابل د تايمني د سيمې يو ګاز پلورونکى هدايت الله وايي، چې يو کيلو ګاز په ٧٥ افغانۍ پلوري؛ ځکه چې له عمده پلورونکو يې په ٦٩ افغانۍ پېرلى دى.
له لوى اختر څخه مخکې په کابل ښار کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېده، خو وروسته يې بيه تر څه باندې سلو افغانيو لوړه شوه.
د سوداګرۍ وزارت چارواکو شاوخوا دوه نيمې اونۍ مخکې و ويل، هڅې کوي چې د خصوصي سکټور پر ګاز پلورونکو هم څار ډېر او دې ته يې چمتو کړي، چې يو کيلو ګاز له ٧٠ افغانۍ پورته ونه پلوري.
د کابل د نوي ښار د تېلو ټانک يو کارکوونکى فقيرمحمد وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٣ افغانۍ او يو لېتر پټرول په ٥٩ افغانۍ پلوري.
د سون د لرګيو بيې هم په خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې يوه لرګي پلورونکي سيداقا و ويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار د ارچې لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بيې هم د لومړنيو توکو په څېر بدلون نه دى موندلى.
د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢١٠٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر په ١٧٥٠ افغانۍ دي.
د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې مشر محمدامين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٩،٣٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ پلورل کېږي.
تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٩،٢٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٧ افغانۍ وې.