منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۷ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اندونيزيا په اوبو کې له ډوبې بېړۍ ١٩ افغانان ژغورل شوي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک١١مرغومى٩٠): په اندونيزيا کې د ناقانونه کډوالو د ډوبې شوې بېړۍ په ژغورل شوو کسانو کې ١٩ افغانان دي او تر دغه مهاله د دې پېښې په مړو کې درې افغانان پېژندل شوي دي.

 د ناقانونه کډوالو ياده بېړۍ، چې نامعلوم شمېر افغانان هم په کې شامل وو، د تېرې مياشتې (ليندۍ) په ٢٦مه د اندونيزيا د جاوا ټاپو په اوبو کې ډوبه شوه.

 د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته و ويل، اټکل کېږي چې په دې بېړۍ کې شاوخوا ٢٥٠ کسان استراليا ته روان وو.

 د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه په ټوليز ډول ٤٩ تنه ژغورل شوي او تر اوسه د ډوب شويو ١٠٣ مړي ترلاسه شوي دي.

 نوموړي و ويل، چې د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د سفارت پلاوى د روانې مياشتې په ٦مه د پېښې سيمې (سورابي) ته تللي و، تر څو د مړو او ژغورل شوو افغانان شمېر معلوم او هېواد ته يې واستوي.

دى وايي، چې ياد افغاني پلاوى هڅه کوي، چې ١٩ ژغورل شوي افغانان او د درېيو افغانانو مړي هېواد ته ولېږدوي.

 هغه د يادو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې د اندونيزيايي چارواکو له خوا د ډوبو کسانو د مړو د لټون چارې د روانې مياشتې په ٧مه پاى ته رسېدلې، خو د مړو د پېژندلو چاره به د روانې مياشتې تر شلمې نېټې دوام ومومي.