پلخمري (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د پوليسو يوه افسر په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو د استازي اوښى په ډزو سره وواژه.
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې امر سمونوال فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوى افسر د بغلان د امنيه قوماندانۍ د ريزرف د قطعې اړوند دى او نن له غرمې وروسته د ٣:١٥ شاوخوا د پلخمري ښار د سرکلوپ په سيمه کې د حشمت الله په نوم يو ځوان د تومانچې په ډزو سره وواژه.
نوموړي دغه پېښه د کورنيو اختلافاتو له امله وبلله او ويې ويل، چې حشمت الله يو نيم کال مخکې د ياد شوي افسر له خور سره واده کړى و.
د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې امر ياد شوى افسر د رشيد په نوم ياد کړ او زياته يې کړه، چې نوموړى تر قتل وروسته تښتېدلى دى؛ خو د پوليسو تر تعقيب لاندى دى.
سمونوال فضل الرحمن وايي، چې حشمت الله په ولسي جرګې کې د بغلان د خلکو د استازي حاجي عاشق الله اوښى و.
حاجي عاشق الله د ټاکنو د ځانګړې محکمې د پرېکړې او د رايو د بيا شمېرنې له مخې، د محمد ظاهر غني زاده پر ځاى ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.
د سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((د پوليسو يو افسر په سيمه کې ولاړ و، چې يو موټر راغى او ودرېد، سمدلاسه دغه افسر پر حشمت الله چې په موټر کې و، ډزې وکړې او وتښتېد.))
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې دوو پوليسو، چې د دندې په رسمي وخت کې نه وو، د پلخمري ښار د سيلو په سيمه کې له خلکو سره شخړه وکړه، چې په ترڅ کې يې دوه ملکي کسان ټپيان شول.