منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاک-افغان د کرکټ لوبې نندارې لپاره ډېرى افغانانو خپل کارونه پرېيښي وو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): زرګونو افغانانو پرون خپل ټول کارونه يوې خواته پرېيښي وو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د يو ورځنۍ نړيوالې لوبې نندارې ته ناست وو.

افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړيوالې شورا له بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد (پاکستان) سره د کرکټ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړه، چې د پاکستان په بريا پاى ته ورسېده.

دا لو به، چې بهير يې په ژوندۍ بڼه د شمشاد په نوم افغاني ټلويزيون له لارې هم خپرېده، پرون د افغانستان پر وخت مازديګر د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او په ٤٩ اورونو کې يې ١٩٥ منډې جوړې کړې، خو پاکستان دغه هدف په اته دېرشم اوور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د دې لوبې د نندارې لپاره پرون د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونو هېوادوالو په خپلو کورونو، دوکانونو او هوټلونو کې د ټلويزيون په پرده د دې لوبې نندارې ته ناست وو.

که څه هم د کرکټ لوبه د افغانستان په ختيځ، سوېل ختيځ او سوېلي ولايتونو کې ډېر مينه وال لري، خو د وروستيو برياوو له امله يې مينه وال په کابل او ولايتونو کې هم زيات شوي دي.

د سليمان په نوم د کابل ښار د چهلستون د سيمې يوه اوسېدونکي د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى له خپلو ماشومانو سره د شپې تر ناوخته د دې لوبې نندارې ته ناست وو.

هغه زياته کړه: ((که څه هم زه په خپله له دې لوبې سره بلد نه يم، خو دا چې سياله ډله پاکستانۍ وه، نو سره له کورنۍ مو تر پايه دا لوبه وکتله.))

نوموړى وايي، چې د افغان لوبغاړو له خوا د هرې منډې له جوړېدو سره يې ماشومانو لاسونه پړقول او د خوښۍ څرګندونه يې کوله.

د کابل ښار د پنځمې حوزې اوسېدونکى عبدالجبار وايي، چې ټول عمر يې د شپې له نهو بجو څخه وروسته وېښ نه دى پاتې شوى، خو تېره شپه يې د افغانستان د لوبې نندارې لپاره تر ١١ بجو پورې له خپلو ماشومانو سره وېښ ناست و.

هغه زياته کړه: ((پرون د جمعې په ورځ که څه هم رخصتي وه، خو زه په خپل دفتر کې نوکري وم، خو مازديګر په داسې حل کې، چې د دې لوبې ليدلو ته مې ډېره بېړه وه، غوښتل مې ژر کور ته ورسېږم، نو په کوڅه کې د يخک له امله ولوېدم.))

نوموړى وايي، چې که څه هم افغانستان دا لوبه بايلوده، خو په دې وياړي، چې له يوه پياوړې لوبډلې سره يې ښه لوبه وکړه.

پرون د افغانستان پر وخت مازديګر مهال په درى نيمو بجو دا لوبه پيل شوه او له امله يې په جلال اباد ښار کې د ترافيکو او خلکو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې وه.

د عمادالدين په نوم د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکى، چې جلال اباد ښار ته د سودا اخيستو په موخه تللى و، وايي: ((ما فکر کاوه، چې په ښار کې پر ګرځېدو بنديز اعلان شوى دى.))

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په هر هوټل او دوکان کې خلک ټلويزونونو ته د دې لوبې د ليدو لپاره ناست وو.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يو اوسېدونکى قدرت الله وايي، چې د دوى په کور کې مشران او کشران ټول د دې لوبې نندارې ته ناست وو.

هغه زياتوي: ((له کلونو کلونو راهيسې مو دا ارمان و، چې افغانستان له يوې پياوړې لوبډلې سره لوبه وکړه او دا ارمان مو پرون پوره شو.))

د دې ترڅنګ ګڼ شمېر افغانانو د دې لوبې په اړه خپل احساسات او معلومات د فيس بوک له لارې شريکول.

د عبدالله شاه ژوندن په نوم يوه افغان په فيس بوک کې ليکلي: ((د کرکټ لوبه مو ژوندۍ وکتله، په لوبغالي کې له ۸۰ سلني څخه زيات افغانان وو، په پيل کې چې د افغانستان لوبه پيل شوه، په دومره جوش او جزبې بدرګه شوه، چې موږ يې هېڅ تصور نه شو کولای. د لوبغالي څلورو لورو ته تور سور او زرغون ملي بيرغونه رپېدل.))

هغه زياته کړې، د نندارچيانو اتڼونه، نارو او ډولونو د لوبغاړو روحيه رښتيا هم ډېره قوي کړې وه او د زياتو منډو د جوړولو يو عمده علت هم د نندارچيانو زيات تشويق او هڅونه کېده.

نوموړي وړاندې ليکلي: ((موږ وياړو، چې د پاکستان له قوي او ملي ټيم سره مو لوبه وشوه، هغوى مو په ښکلې لوبه وارخطا کړل او موږ وياړو، چې افغانان په نړيواله کچه لوبه کوي او په زرګونو کسان يې ليدلو ته راځي.))

مجيد قرار هم د کرکټ يو له هغو مينه والو څخه دى، چې خپل احساسات يې د فيس بوک له لارې له نورو سره شريک کول، هغه په خپله پاڼه کې داسې ليکلي وو : ((موږ ته د اوس لپاره دومره کافي ده، زموږ افغانان به لوبغالي ته چې د نورو کتلو لپاره تلل، اوس د خپلې لوبډلې کتلو لپاره ځي، پخوا به يې شاهد افريدي ته دعاوې کولې، اوس ورته ښېراوې کوي.))

د عزت الله خان په نوم يوه بل افغان ليکلي: ((ماشاالله، افغانانو ډېره شه لوبه وکړه، که ۵۰ اورو ته وګورو، منډي يې لږې دي، خو دا منډې ۶۰ کلنې تجربې په مقابل کې وې، زه وايم افغانان اوس هم ډېر شه و او د افغانانو بالينګ خو دومره ښه و، چې ما يې هېڅ تصور نه شو کولاى.))