ژبه

په پکتيکا کې هېڅ دولتي برېښنا نشته

عبيد خروټي

۲۳ سلواغه ۱۳۹۰ - ۱۴:۴۹

Views: ۷۶

 ښرنه (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٠): د پکتيکا په مرکز ښرنه او ولسواليو کې دبرېښنا نه شتون د دولت او سيمې د خلکو کارونه او ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى. 

 د دغه ولايت چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې د پکتيکا په مرکزاو ولسواليو کې هېڅ ډول برېښنا نه شته اوله دولت څخه يې د ژر فعالېدو غوښتنه کوي.

د ښرنې ډېر سوداګر او دوکانداران هم وايي، چې دغه مهال د ښرنې په ښار کې تر ټولو لويه ستونزه د برېښنا نه شتون دى.

نيازالله، چې د ښرنې په ښار کې د فوټوکاپۍ او عکسونو دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چې د برېښنا نه شتون يې تر ټولو لويه ستونزه او اړتيا ده.

هغه په خپل دوکان کې اېښودل شوو د فوټوکاپۍ او عکسونو ماشينونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې کار پريمانه دى، خو برېښنا نشته.

نوموړي زياته کړه، چې په ښار کې د شخصي جنراتور له برېښنا څخه کار اخلي او هغه هم نيمه ورځ وي او نيمه نه، له همدې امله ورڅخه هره ورځ په لسګونو مشتريان خالي لاس بېرته ځي.

په ښرنه کې د موبايل پلورنځي څښتن امين الله وايي، چې د مياشتې درې زره افغانۍ د شخصي جنراتور خاوند ته ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((د جنراتور خاوند د ديارلسو ساعتونو برق ژمنه راسره کړې وه، خو اوس په ورځ کې پنځه ساعته برق هم دوکاندارانو ته نه پرېږدي.))

د ده په خبره، د دوى په کار کې هم برېښنا ته ډېره اړتيا ده او څوک چې موبايل تيلېفون او يا نور اړوند وسايل ورڅخه اخلي، نو يو ځل يې خامخا په برېښنا باندې چېک کوي.

په ښرنه کې ددوکاندارانو د ټولنې مشرګلزاده حميدي په دغه ښارکې د برېښنا نه شتون تر ټولو لويه ستونزه بولي او وايي، چې برق په ننني عصرکې د ژوند تر ټولو لويه اړتيا ده، خو د ښرنې ښاريان يې نه لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه څو ځلې له دولت، ولايتي بيارغونې ډلې او نورو موسسو سره خبرې کړې، خوچايې غږنه دى اورېدلى.

ده زياته کړه، چې که د ښرنې په ښارکې برېښنا فعاله شي، نو دوکانونه به د شپې تر ناوخته پرانيستي وي، چې دا به د دوکاندارانو په کاروبار او د خلکو په اقتصاد ښه اغېزه ولري.

د پکتيکا د کار او ټولنيزو چارو رييس انجنيررحمت الله فرمولي پژواک اژانس ته وويل، چې د برېښنا نه شتون دوى په تنګ کړي دي.

دى وايي، چې دوى په رياست کې له لمريزې برېښنا کار اخلي، خود اړتيا وړ کار نه شي ترې اخيستلاى، چې له دې سره يې په کارونو کې خنډونه رامنځ ته کېږي.

د هغه په خبره:((برېښنا نن د هر وګړي اړتيا ده او په ځانګړي ډول دولتي ادارې خو له برېښنا پرته خپل کارونه هېڅ نه شي کولاى، خو د پکتيکا خلک او دولتي ادارې له دې لوى نعمت څخه بې برخې دي.))

د پکتيکا د اقتصاد رييس حاجي محمدايوب سالارزي هم په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په خپله اداره کې د بازار له يوه شخصي جنراتور څخه کار اخلي.

د نوموړي په خبره، نه يواځې د دوى رياست، بلکې ډېرى رياستونه د برېښنا د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د برېښنا نه شتون يې ورځني کارونه ټکني کړي دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي عبدالغني پکتين هم وايي، چې د برېښنا نه شتون دوى هم له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه، چې د دوى رياست ته د ولايت مقام له خوا برق ورکړل شوى، چې هغه هم کله وي او کله نه وي.

هغه وايي: ((د اوبو او برېښنا وزير خو پکتيکا پېژني هم نه، چې چېرته موقيعيت لري او دا ډېر کلونه خو په دغه ولايت کې د برېښنارياست هم نه و موجود او اوس يې هم تش په نامه امريت موجود دى.))

په پکتيکا کې د برېښنا امر انجنير اسدالله هم د ښاريانو ياده ستونزه پر ځاى بولي او وايي، چې تر ډېره په دغه ولايت کې د برېښنا کومه اداره نه وه موجوده او له تېرو پنځو مياشتو راهيسې يې امريت فعال شوى دى.

د نوموړي په وينا، د پکتيکا د والي په مرسته دوى هڅه کوي، چې ژر تر ژره په دغه ښار کې برېښنا فعاله کړي او خلکو ته دا اسانتيا برابره کړي.

هغه د برېښنا وزارت هم په دې تورن کړ، چې د نورو ولايتونو په پرتله له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلندکوي.

اسدالله وايي، چې له ټولو ستونزو سره سره به ډېر ژر په پکتيکا کې د برېښنا د نه شتون ستونزه هواره کړي او خلکو ته به د برېښنا اسانتيا برابره کړي.

ده وويل، چې د دې ترڅنګ له تاجکستان څخه اخيستل شوې برېښنا هم کيداى شي د غزني له لارې تر دې ولايت پورې راورسېږي.

د يادونې ده، چې د پکتيکا له مرکز ښرنې پرته په ولسواليو او کليو کې هم هېڅ ډول دولتي برېښنا نشته او خلک او دوکانداران له جنراتورونو او لمريزې برېښنا کار اخلي.