منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

دپاکستان دشل اووريز فدراسيون لوبډلې خپل افغان سيال ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۷ کتنې

اسلام اباد ( پژواک د کب لومړۍ  نېټه ٩٠ ) : د پاکستان او افغانستان د کرکټ د شخصي لوبډلو ترمنځ د کرکټ د شل اووريزو سياليو په لړ کې پاکستانۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ، چې د سولې په نامه په لاره اچول شوي، پرون دپاکستان په پېښور ښار کې پيل شوې دي.

د افغانستان د شخصي شل اووريز فدراسيون د لوبډلې کپتان هستي ګل عابد د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى پچه وګټله او لومړۍ يې لوبه ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې ددوى لوبډله په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١١٥ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د١١٦ منډو هدف وټاکه .

هغه زياته کړه چې ددوى له لوري ده پخپله ٢٦، عبيدالله ٢١، اراد الله ١٥ او بلال ٢١ منډې جوړې کړې.

د هستي ګل په وينا، د پاکستان د شل اووريز فدراسيون لوبډلې دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره  ترلاسه او لوبه يې وګټله.

پرون هم يادې پاکستانۍ لوبډلې دافغانستان دغې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د يادونې ده،چې دافغانستان کرکټ بورډ دغه شل اووريز شخصي فدراسيون غير قانوني اعلان کړى   دى .