منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په تېر يوه کال کې د ٤،٦ ميليارده امريکايي ډالروپه ارزښت اسعار بهر ته وړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل ( پژواک ١٣ کب ٩٠) : په يو کال کې د ٤،٦ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت اسعار د هوايي ډګرونو او نورو بندرونو له لارې بهر ته وړل شوي،خو نور چا ته اجازه نشته، چې له دې لارو د شل زره ډالرو تر ارزښت زياتې پيسې ولېږدوي.

دغه څرګندونې د افغانستان بانک مشر نور الله دلاوري د کب  په ١٣ مه ،په  کابل  کې خبريالانو ته وکړې .

دلاوري وايي، چې په تېر يو کال کې د ٤،٦ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت د هوايي ډګرونو او نورو بندرونو له لارې بهر ته د وړل  شويو اسعارو ډېره برخه د صرافانو لخوا لېږدول شوې ده .

خو د افغانستان بانک لومړي مرستيال خان افضل هډوال پژواک خبري اژانس ته وويل، کېداى شي ، چې له هېواد څخه د لېږدول شويو پېسو کچه له ٤،٦ ميليادره امريکايي ډالرو څخه هم زياته وي، ځکه چې په دې اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى .

د افغانستان با نک د چارواکيو د معلوماتو له مخې، تېر کال د هوايي ډګرونو او نورو بندرونو له لارې  له هېواد څخه بهر ته د لېږدېدونکيو اسعارو کچه دوه ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېده .

دلاوري وايي، چې سږ کال د هوايي ډګرونو او نورو بندرونو له لارې د نغدو پيسو د لېږد ډېروالي ته په پام سره د وزيرانو شورا تېره اونۍ پرېکړه وکړه ، چې څوک له شل زرو زيات  ډالر او يا د هغو معادل نور اسعار  له ځان سره نه شي لېږدولاى.

د سرچينې د څرګندونو له مخى ، له دې وروسته بايد د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم تر شل زره ډالرو او يا د هغو معادل زياتې پيسې د مجوز لرونکيو بانکونو له لارې ولېږدول شي .

هغه وويل چې تر اوسه په هوايي ډګرونو او نورو بندرونو کې د پيسو لېږدونکيو کولى شول، چى د ځانګړي فورم په ډکولو سره هر څومره پيسې يې چې غوښتې وي، له ځان سره ولېږدوي.

ده د وزيرانو شورا د تېرې اونۍ پرېکړه د هېواد په پولي سياست کې مهم بدلون وباله او زياته يې کړه ، چې د بانکونو له لارې به د لېږدېدونکيو پيسو څرنګوالى معلوم شي .