منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ لوبډلې درېيم هېواد ډنمارک ته هم ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام ته د لار موندنې د غوراوي سياليو په لړ کې په پنځو ويکټو نن ډنمارک ته هم ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن (د کب ٢٥مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هوتک وويل، چې افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولاى شول، چې ١٧٢منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته ١٧٣ هدف وټاکي.

خو ډنمارک لوبډلې د ٨٣ منډو په جوړلو او د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شو کولاى، چې ياد هدف ته ځان ورسوي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان له لوري کريم صادق ٩١، نورزمنګل ٢٢، محمدنبي ١٥ او ګلبدين ١٤منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، د افغانستان له لوري کريم صادق ٤، نورزمنگل ٢، ميرويس، ضمير خان او سميع الله شينواري يو يو لوبغاړي وسوځول.

کريم صادق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز افغانستان پرون هالنډ او وړمه ورځ يې پي ان جي ته هم ماتې ورکړې وه.

د شل اووريز نړيوال جام سيالۍ، چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره شي، د غوراوي سيالۍ يې د کب په ٢٣مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبـډلې برخه اخلي.

له دغو شپاړسو لوبډلو څخه يې دوه غوره لوبډلې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو له لسو هېوادونو سره يو ځاى په نړيوال جام کې برخه اخلي.

په دغو سياليو کې افغانستان، برموډا، کاناډا، ډنمارک، هانک کانګ، ايرلينډ، ايټاليا، کينيا، نميبيا، نيپال، هالنډ، عمان، پي اېن جي، سکاټلينډ، يوګنډا او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.