ژبه

د ايساف يو سرتېرى ووژل شو

سید هادی کاظمی

۲۶ کب ۱۳۹۰ - ۰۹:۲۹

Views: ۹۸

کابل ښار (پژواک ٢٦ کب ٩٠): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په ختيځ کې د هغوى يو سرتېرى وژل شوى دى.

 په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د کب ٢٦مه) په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې، راغلي چې تېره ورځ د هغوى يو سرتېرى د افغانستان په ختيځ کې وژل شوى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد سرتېرى په يوه چاودنه کې د ټپونو له امله وژل شوى دى؛ خو سرچينې د يادې پېښې د کره ځاى او د سرتېري د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

 د يادونې ده، چې د افغانستان په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.

 د ياد سرتېري په وژل کېدو سره، په افغانستان کې د روان زېږديز کال په ترڅ کې د بهرنيو وژل شوو سرتېرو شمېر ٧٠ تنو ته ورسېد.

 تېر کال ٥٦٦ بهرني سرتېري په هېواد کې وژل شوي وو.