واشنګټن (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د امريکا دفاع وزارت د هغه سرتېري په اړه معلومات په ډاګه کړل، چې تېره اونۍ يې په کندهار ولايت کې ١٦ عام افغانان ووژل.
د دفاع وزارت يوې سرچينې،چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې، د کب په ٢٧مه په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، چې دغه سرتېرى رابرټ بېلز نومېږي او ٣٨ کلن دى.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړي له دې مخکې دوه ځلې په عراق کې پوځي دنده ترسره کړې او په دې وروستيو کې افغانستان ته لېږل شوى و.
امريکايي رسنيو ويلي، چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ١٦ عامو افغانانو له وژلو وروسته په پټه توګه دغه سرتېرى لومړى کويټ او بيا له دغه ځايه د امريکا د کنساس هوايي ډګر ته لېږدول شوى او تر څارنې لاندې دى.
ياد سرتېرى په داسې حال کې امريکا ته لېږدول شوى، چې د افغانستان ملي شورا او د کندهار ولايت ځايي چارواکو او اوسېدونکو غوښتنه کړې وه، چې ياد سرتېرى دې په افغانستان کې محاکمه شي.
تېره ورځ هغه پلاوي، چې د دې پېښې د څېړنو په موخه کندهار ته لېږدول شوى و، ولسمشر ته خپل راپور ورکړ او زياته يې کړه، چې امريکايي افسرانو ورسره په پلټنه کې مرسته نه ده کړې.
ولسمشر حامد کرزي پر دې پېښې خپل کلک غبرګون وښود او د امريکا له حکومت يې وغوښتل، چې خپل ځواکونه د افغانستان له کليو او بانډو څخه وباسي.
ياد سرتېري د پنجوايي په زنګاوات کې ١٦ بې ګناه کسان و وژل، چې له ډلې يې نهه ماشومان وو.