منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

هالنډ افغانستان ته د ګټلو لپاره د ٢٣٣ منډو هدف وټاکه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل ( پژواک ١٥ ورى ٩١ ) : د هالنډ لوبډلې د لويو وچو سياليو د څلور ورځنۍ په ترڅ کې افغانستان ته دګټلو لپاره د ٢٣٣منډو کېښود.

دغه څلور ورځنۍ لوبه پرون د (وري په ١٤مه )د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هالنډ لوبډلې ددې لوبې پخپل دويم وار کې په ٢٢٨ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ٢٣٣ منډو هدف يې ځکه کېښود، چې په لومړي وار کې يې له افغانستان څخه څلور منډې زياتې کړې وې.

هغه زياته کړه چې دافغانستان له لوري عزت الله دولت زي تر ټولو ښه لوبه وکړه او پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز دولت ځدراڼ دوه او سميع الله شينواري درې هالنډي لوبغاړي وسوځول.

له دې مخکې ددې لوبې پچه د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پرون ګټلې وه او لومړى يې هالنډ ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.

وفا وايي، چې د هالنډ لوبغاړو دافغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شواى کړاى او لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل.

د نوموړي په وينا،د هالنډ لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي وار کې په پنځه څلوېښتم اوور کې په  ١٣٣ منډو وسوځېدله.

وفا وويل ، چې د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او عزت الله دولت زي د هالنډ څلور څلور ، ميرويس اشرف او سميع  الله شينواري يو ، يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان پخپل لومړي وار کې ١٢٩ منډې جوړې کړې او هالنډ پرې څلور منډې زياتې کړې، دافغانستان په لوبغاړو کې  نوروز منګل تر ټولو ښه لوبه وکړه او ٦٧ مڼدې يې جوړې کړې.

اوس چې هالنډ افغانستان ته د ٢٣٣ منډو هدف اېښى دى، نو د کتونکو په اند دا دومره لوى هدف نه دى او که افغان لوبغاړي په احتياط لوبه وکړي، نو دا لوبه ګټلى شي.

پخوانى کپتان رييس احمدزى وايي ،چې ملي لوبډلې تر دې مخکې له ٤٠٠ څخه د زياتو منډو هدف ترلاسه کړى  او که چېرې مشران لوبغاړي له مسووليته ډکه لوبه وکړي، نو لوبه به پخپله ګټه پاى ته ورسېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې که  محمد نبي، شهزاد او پخپله نوروز منګل ښه لوبه وکړي، نو دغه لوبه له هالنډ څخه ګټلى شي .

افغانستان دلويو وچو په سياليو کې تر اوسه دوه لوبې کړي، له کاناډا څخه يې ګټلي او له اماراتو سره يې لوبه مساوي پاى ته رسېدلې وه او په څلورم مقام کې ځاى لري.

ددې سياليو په جدول کې ايرلينډ لومړى، سکاټلينډ دويم او امارات درېيم مقام لري، که چېرې افغانستان دا لوبه وګټي، نو دويم مقام ته رسېږي.

افغانستان تېر کال دغه اتلولي ګټلې وه.

له هالنډ سره د يادې سيالۍ لپاره د افغانستان  په لوبډله کې دغه لوبغاړي  شامل دي ، نوروز منګل ( کپتان) ، جاويد احمدي، شبير نوري ، محمد شهزاد ، اصغر ستانکزى ، محمد نبي ، سميع الله شينوارى ، افسر ځاځى ميرويس اشرف دولت ځدراڼ او عزت الله دولت زى.