منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کجکي لپاره د وسلوالو طالبانو استخباراتي مسوول ونيول شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

لښکرګاه (پژواک ١٦ ورى ٩١): د هلمند د ملي امنيت مسوولين وايي، چې د کجکي ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د استخباراتو مسوول، درې وسلوال او ٣٠ ميله وسله يې نيولې ده.

د هلمند ولايت د ملي امنيت مسوولينو د وري په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د كجكي ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د استخباراتو مسوول ملا عبدالحميد يې په ګرشك ولسوالۍ کې د استخباراتي راپورونو له مخې نيولى دى.

د سرچينې په وينا، دغه کسان او وسلې د تېرې اونې په ترڅ کې د عملياتو پر مهال د ګرشک او نادعلي په ولسواليو کې نيول شوي دي.

دوى وايي، چې په لښكرګا كې يې هم د حبيب الله په نوم يو طالب نيولى، چې په ترهګريزو پېښو كې يې لاس در لود.

 د ملي امنيت مسوولين وايي، چې يو بل طالب يې هم په نادعلي ولسوالۍ كې په ترسره شوو عملياتو كې نيولى دى.

د يادې سرچينې په خبره، د تېرې اونۍ په اوږدو كې يې ۳۰ميله سپكې او درنې وسلې هم نيولې دي، چې ۱۲ كلاشينكوفونه، دوه د ار پي جي راكټونه، اته تومانچې، يوه پيکا، درې ٣٠٣ بُر ټوپک، اته لاسي بمونه، دوه مخابرې، د هاوان ٩٠مرمۍ، يو دوربين، څلور سرف موټر او يو شمېر بېلابېلې مرمۍ او چاودېدونکي توکي په کې شامل دي.