ژبه

دکونړ د سولې عالي شورا مشر په يوه ځانمرګي بريد کى ووژل شو

خان ولي سالار زى

۱۸ وری ۱۳۹۱ - ۱۴:۲۷

Views: ۱۵۰

اسعداباد(پژواک١٨ ورى ٩١): د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د جمعې له لمانځه وروسته ځانمرګي بريد وشو،  چې په پايله کې يې ددى ولايت د سولې عالي شورا مشر ووژل شو.

دغه څرګندونې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمدنظري د وري په ١٨ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .

هغه وويل،چې دغه ځانمرګى بريددسولې عالي شورا پر ولايتي مشر مولوي محمد هاشم منيب د وټه پور ولسوالۍ په مرکز کې ، د جمعې له لمانځه وروسته د هغه کور ته نږدې ترسره شو .

سرچينې زياته کړه، چې دوى ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په دې بريد کې مولوي محمد هاشم منيب وژل شوى، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

  هغه وويل ،چى بريدکوونکى پلى و ، چې مړي يې په سيمه کي پروت دى،  خو هويت يى تراوسه نه دى معلوم .

خو دکونړ ولايت د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر محمد فريد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته دوه ټپيان راوړل شوي و ،چې يوتن يې د ټپونو له امله ساه ورکړه .

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک ته دا ومنله ،چې په دې پېښه کې د منيب مشر زوى هم وژل شوى دى .

د نصير په نوم د سيمې يوتن اوسېدونکي، چې ځان د منيب د خپلوانوله ډلې ګڼي ، پژواک ته وويل چې په دې بريد کې بل وژل تن د محمد هاشم منيب زوى دى .

تراوسه ددى پيښي مسووليت کومى دلى په غاړه ندي اخيستې .