محمودراقي ( پژواک ١٨ورى ٩١): د کاپيسا ولايت د کارټې لوبډلې د هيواد د درېيو ولايتونو د ورشکارانو ترمنځ د سياليو اتلولي ترلاسه کړه .
د کاپيسا ولايت د ورزشي امر احمد شاه خادم په وينا، دغه سيالي تيره ورځ ددې ولايت د ځوانانو ټولنې په نوښت د ١٥٠ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه.
خادم پژواک ته وويل چې په دې سياليو کې ، چې د محمودراقي د لوبو په ميدان کې ترسره شوې، له کابل، لوګر او کاپيسا ولايتونو څخه ١٥٠ کاراټه کارانو ګډون کړى وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کاپيسا ولايت د کاراټې لوبډلې د ٧٥ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړى مقام او د کابل او لوګر ولايتونو لوبډلو په ترتيب سره د ٥١ او ١٨ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کړل.
د کاپيسا ولايت د کاراټې لوبډلې يوه لوبغاړي طارق احمد وويل؛ د ځوانانو ترمنځ دداسې دوستانه سيالو ترسره کيدل له يوې خوا د لوبغاړو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لامل کيږي او له بلې خوا د افکارو تبادلې ته هم زمينه برابروي.
نوموړى د هيواد د نورو ولايتونو ترمنځ هم دداسې سياليو د ترسره کيدو غوښتونکى شو .
د کاپيسا والي محراب الدين ساپي ګټونکو لوبعاړو ته د مډالونو او ډاليو د وېشلو په ترڅ کې وويل ، چې دولت لوبغاړو ته د ورزش لپاره مناسبه زمينه برابره کړې ده ، چې يوه بيلګه يې ددې ولايت د کاراټې لوبډلې اتلولي ده .









