منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

د پکتيکا خلک د ملي بس خدمتونه غواړي

· 3 دقیقې لوستل · 133 کتنې

ښرنه (پژواک ٦ غويى ٩١): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت د نږدې ولسواليو او مرکز ترمنځ سړکونه پاخه شوي او د کرايو د لوړوالي له امله دې دولت د ملي بسونو اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د پکتيکا د سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکى قيوم، چې په ښرنه کې دوکان لري پژواک اژانس ته وويل، چې اوس د سرروضې او ښرنې ترمنځ سړک پوخ شوی، خو دوی اوس هم هره ورځ د تګ راتګ پر مهال سل افغانۍ کرايه ورکوي.

د هغه په وينا، له يوې خوا يې ډېرې پيسې خرڅېږي او له بلې خوا ډېری مهال د موټرو د کوالي له امله پر خپل وخت دوکان ته نه شي رسېدلای.

مرکز ښرنې ته نږدې د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي هم د بسونو غوښتنه کوي او وايي، چې ښرنې ته د راتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی دوست محمد په دې اړه وويل، چې د مټاخان ډېرى خلک مرکز ته د راتلو لپاره له موټرسايکلونو کار اخلي.

د نوموړي په خبره، هغه خلک چې د موټر يا موټرسايکل وس نه لري، پلي راځي.

هغه زياته کړه: ((د مټاخان او ښرنې د خلکو ترمنځ ډېرې دوستۍ دي، خلک د دوستانو د لېدلو او نورو اړتياوو په موخه تګ راتګ کوي، نو له دې امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))

د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی شاه حسين هم له ورته ستونزو سر ټکوي او وايي، چې د دوى ولسوالۍ مرکز ته په لس کېلومترۍ کې پرته ده، خو که څوک خپل موټر ونه لري او ښرنې ته راځي، دربست موټر به نيسي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله خلکو ته اقتصادي زيان ډېر اوړي او ورځني کارونه يې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

د ښرنې ښار د دوکاندارانو د اتحاديې مشر ګلزاده حميدي هم پژواک اژانس ته وويل، چې که ملي بسونه پکتيکا ته راوستل شي، د ښار د دوکاندارانو په کار و بار به مثبت اغېز ولري.

د هغه په وينا، د ولسواليو او نږدې کليو خلک د ترانسپورټي اسانتياوو د نه شتون له امله په ښار کې د کاروبار لپاره زړه نه ښه کوي، خو که يادې اسانتياوې ورته برابرې شي د خلکو تګ راتګ به هم ډېر شي او اقتصاد به يې هم وغوړيږي.

د ده په خبره، که د يو شمېر نږدې ولسواليو او مرکز ترمنځ د ملي بسونو تګ راتګ پيل شي، د دغو ولسواليو خلکو ته به هم ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د ښرنې د ترانسپورټ مديريت مرستيال نيازمحمد د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، چې دوى ته څلور ملي بسونه ورکړل شوي، خو دوى يې لګښت نه شي پوره کولاى او له همدې امله غير فعال ولاړ دي.

خو د پکتيکا د قومونو د شورا مشر ملا معصوم خيروي د نيازمحمد دغه خبره له وخت وړاندې بولي او وايي، چې يو ځل دې دوى د بسونو خدمتونه پيل کړي او له هغې وروسته دې ورته محاسبه وکړي.