منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۴ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د پارا اولمپيک لوبغاړي د شپږو مډالونو په ترلاسه کولو سره هېواد ته راستانه شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل ښار (پژواک ١١ غويى ٩١): د پارا اولمپيک لوبډلې د سرو زرو د يو، د سپينو زرو د دوو او د برونزو د درېيو مډالونو په ترلاسه کولو سره هېواد ته راستنه شوه او ٢١ تنو د فوتسال د ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ.

 د اولمپيک د ملي کمېټې د خپرونو مدير محبوب سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، په هغو سياليو کې چې د ماليزيا د کوالالامپور په ښار کې د وري له ٣١ مې د غويي تر لسمې پورې په لاره اچول شوې وې، د افغانستان د پارا اولمپيک لوبډلې وکولى شول ياد شپږ مډالونه ترلاسه کړي.

 دغې لوبډلې ته نن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د اولمپيک د ملي کمېتې د مشرتابه پلاوي له خوا هرکلى وويل شو.

 سروري زياته کړه، په دغو سياليو کې د هېواد پارا اولمپيک لوبډلې (معلوليت لرونکي لوبغاړي) له څلورو لوبغاړو سره ګډون کړى وو او په دوو برخو (منډه) او (د ګلولې غورځول) کې يې برخه اخيستې وه.

 د پارا اولمپيک فدراسيون په ١٣٨٥ کال کې د اولمپيک د ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ شوى او ٦٤ معلول او معيوب لوبغاړي لري، چې د فوټبال، په ناسته واليبال، له ولچر سره بسکټبال، اتلتيک، پينګ پانګ، نښه ويشتنه، د ګلولې غورځول، تکواندو او کاراتې په برخو کې فعاليت کوي.

 د يوه بل خبر له مخې، د فوتسال ٢١ غوره لوبغاړو د کابل د منتخبې لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ.

 د فوتسال د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر حسني پژواک ته وويل، چې دغه لوبغاړي د کابل د غوره ليګ په سياليو کې چې د تېر کال د کب او د روان کال د وري په مياشتو کې د ١٦ لوبډلو په ګډون د اولمپيک د ملي کمېټې په جمنازيوم کې په لاره اچول شوې وې، وټاکل شول.

 نوموړي زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د استقلال، د دنيا د لوړو زده کړو د موسسې او د ستاره ازادي لوبډلو لومړى، دويم او درېيم ځايونه خپل کړل او د موج لوبډلې د سياليو د اخلاق مقام ترلاسه کړ، چې نن د اولمپيک د کمېټې له خوا په ډاليو سره وستايل شول.