ژبه

د ۱۹کلنو کرکټ لوبډلې د ټاکلو په موخه روزنيز کمپ پيلېږي

عبدالمعيدهاشمى

۱۷ غویی ۱۳۹۱ - ۱۶:۰۵

Views: ۷۲

کابل-جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د ننګرهار په نړيوال کرکټ لوبغالي کی روزنيز کمپ پيلېږي.

د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله په اسيايي جام کې د ګډون لپاره د چمتووالي په درشل کې ده، په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون اته هېوادونه برخه اخلي چې څلور يې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ نړيوالې شورا له بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو سره د لوبې ترسره کولو په موخه زياتو تمريناتو او ذهني ارامتيا ته اړتيا ليدل کېږي.

د هغه په وينا، له همدې امله کرکټ بورډ غواړي د خپلې لوبډلې لپاره تمرينات پيل کړي.

وفا وايي، چې په دغه روزنيز کمپ کې ۳۰ لوبغاړي برخه اخلي چې ۱۶ يې د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې پخواني لوبغاړي، ۴ يې د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډلې لوبغاړي او لس تنه نور هغه لوبغاړي دي چې په ولايتي سياليو کې ښه ځلېدلي دي.

د نوموړي په وينا، د اسيايي جام سياليو لپاره د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې روزنه د بهرني روزونکي کبير خان او د ملي، د ١٩ کلنو د روزونکي عبدالولي امين پر غاړه لري.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې په دغه روزنيز کمپ کې لوبغاړي په دوو ډلو وېشل کېږي او څلور خپلمنځي لوبې به سره ترسره کړي، چې په پای کې به يې ۱۵ پياوړي لوبغاړي د لوبډلې لپاره و ټاکل شي.

په ياد روزنيز کمپ کې ګډون کوونکي لوبغاړي په لاندې ډول دي.

جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصرجمال، افسر ځاځی، نجيب الله ځدران، نورالحق ملکزی، محب الله اورياخېل، سعيداحمد شېرزاد، افتاب علم، محمد يمين احمدزی، يونس خان احمدزی، حشمت الله شاهدي، فريداحمد ملک، شرف الدين اشرف، نسيم الله بړيس، شوکت زمان، عبدالرشيد ناصري، ضياالحق عيسی خېل، داود احمدزی، عبدالرحيم منګل، قاري فطرت، نوين خان، پروېز ملکزی، حنيف ځدراڼ، فيصل خان، جاوېد احمدزی، نسيم دولتزی، ضياالحق خروټى، امان امين او افضل ځاځی.

د يادونې ده، چې د نولس کلنو ځوانانو اسيايي جام سيالۍ د روان زېږديز کال د جون مياشتې په ۲۳مه نېټه په ماليزيا کې پيلېږي، په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون اته هېوادونه افغانستان، پاکستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلدېش، نيپال، قطر او ماليزيا برخه اخلي.

د يوه بل خبر له مخې، د کونړ په مرکز اسعداباد کې د کرکټ د اتو لوبډلو ترمنځ ١٠ ورځنۍ پسرلنۍ سيالۍ پرون پيل شوې.

په خيتځ زون کې د کرکټ بورډ وياند عطاالله خوګياڼي پژواک ته وويل، په دغو لوبډلو کې ځوان فکري يون، اتحاد، سوپرکېنګ، شاهين، باختر، خيرخواه، څاګي او خاص کونړ لوبډلو ګډون کړى او هره ورځ يوه، يوه سيالي ترسره کوي.

د هغه په وينا، د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ځوان فکري يون وکولاى شول چې اتحاد لوبډلې ته په ٤٨ منډو ماتې ورکړي.

خوګياڼي وويل، چې په دغې لوبه کې لومړى توپ وهنه (بيټينګ) ځوان فکري يون وکړه، چې په ټاکلي ٢٠ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره يې ١٤٨ منډې ترسره کړې.

د ده په خبره، د ځوان فکري يون له لوبډلې څخه عدنان کونړي ٤٣ او سيفور ٢٣ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، په مقابل کې اتحاد لوبډله په ١٦ اور کې په ١٠٠ منډو وسوځېده او په دې سره يې په ١٤٨ منډو له ځوان فکري يون څخه ماتې وخوړه.