Language

جلال اباد (پژواک ٢٤ غويى ٩١): په جلال اباد ښار کې د کرکټ د څلورو لوبډلو ترمنځ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې، چې د ننګرهار تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه په ټوله نړۍ کې ښودل کېږي.

دغه سيالۍ د جلال اباد ښار د سراج العمارت د حاجي عبدالقدير اکاډمۍ کې پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام کوي.

د ننګرهار ولايت د کرکټ بورډ مسوول او د يادې اکاډمۍ مشر طيب اخوندزاده د غويي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې لوبو کې د پړانګ، اريانا، خراسان او سوپر سټار لوبډلو برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه، هره ورځ به دغه لوبې په ژوندۍ بڼه د ننګرهار له ملي تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي، چې په ټوله نړۍ کې د سټلايټ له لارې يې خلک کتلى شي.

طيب اخوندزاده وويل، چې له دغو سياليو څخه يې موخه په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار د غوره ليګ سيالۍ (NPL) جوړول دي.

د نوموړي په وينا: ((غواړو د دې سياليو په وسيله د سيمې سوداګر او پانګه وال وهڅوو، چې په راتلونکي کې د ننګرهار د غوره ليګ سياليو لپاره پانګه ورکړي او په خپلو شخصي نومونو لوبډلې جوړې کړي.))

نوموړي وويل، چې په دې سياليو کې به نيمګړتياوې په ګوته او راتلونکي کې به ترې ځان وساتي.

د کرکټ بورډ ځايي مشر وويل، وروسته له هغې چې د کرکټ مرکزي ادارې ورته د (NPL) جوړولو اجازه ورکړه، له ولايتونو او کوزې پښتونخوا څخه به ورته لوبډلې او لوبغاړي راوغواړي.

د سوپر سټار لوبډلې يوه لوبغاړي روح الله تره خېل پژواک اژانس ته وويل، خوښ دى چې په دغو څلور ورځنيو لوبو کې يې ونډه اخيستې ده.

د هغه په وينا، په دغو لوبو کې به هغه لوبغاړي ښه وځلېږي او خلک به يې وپېژني، چې په الف لوبډله کې نه وي او يا هم په ولايتي لوبډلو کې نه وي لوبېدلي.

د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون د خپرونو مدير امرالله روان پژواک اژانس ته وويل، چې ادارې يې په خپل لګښت په حاجي عبدالقدير اکاډمۍ کې د ژونديو خپرونو لپاره کامرې لګولې، چې لوبغاړي او لوبډلې د کرکټ ودې ته وهڅوي.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې په بهسودو او غازي امان الله خان ښارګوټو کې پراخ لوبغالي شته، خو اداره يې دومره وس او امکانات نه لري چې له هغه ځايه خپرونې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې تلويزون يې تر غرمې وروسته د سوپر سټار او پړانګ لوبډلو ترمنځ لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي.

په لوبغالي کې يوه قومي مشر بهادر خان چې له سره رود ولسوالۍ څخه راغلى و، پژواک ته وويل، دا چې دا لوبه په تلويزيون کې ښودل کېږي، نو ميدان ته هم سلګونه مينه وال راغلي دي.

د ختيځ زون کرکټ بورډ په وينا، يواځې په ننګرهار کې ١٢٠ د کرکټ لوبډلې شته.

د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى، په هېواد کې د کرکټ سيمه ييزې سيالۍ په ژوندۍ بڼه د تلويزيون له لارې خپرېږي.