ژبه

د يوه قاضي په ګډون درې تنه وتښتول شول

محمد حسن حکيمي

۱۲ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۴:۵۲

۲۰۸ کتنې

چغچران ( پژواک ١٢ غبرګولى ٩١): ددولت وسلوالو مخالفينو د غور د ښاري محکمې د جزا ديوان دغړي قاضي قربان کريمي په ګډون درې تنه وتښتول.

 د غور امنيه قوماندان سمونوال دلاور شاه دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه درې تنه تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د ” کاسي” په کلي کې يوه واده کې له ګډون وروسته د چغچران ښار پرلور روان وو، چې ددولت د وسلوالو مخالفينو لخوا وتښتول شول.

دهغه په وينا، قاضي قربان کريمي ددې ولايت په امنيتي وضعې پوه وو او د پوليسو له خبرولو پرته بايد دې کلي ته نه واى تللى.

 د غور امنيه قوماندان وويل، چې ددې کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د کاسي کلي يوه اوسېدونکي غلام رباني وويل چې قاضي کريم له خپل موټر چلوونکي او پلار سره د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا د ولايت د مرکز اړوند “قشلاقک ” کلي ته تښتول شوي دي.

 دهغه په وينا، د کاسي کلي يو شمېر سپين ږيري ددې کسانو د خوشې کولو په موخه قشلاقک کلي ته تللي دي.

ددولت وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.