ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مډاير مؤسسې تښتول شوي کارکوونکي وژغورل شول

د مډاير مؤسسې تښتول شوي کارکوونکي وژغورل شول

author avatar
2 Jun 2012 - 13:57
د مډاير مؤسسې تښتول شوي کارکوونکي وژغورل شول
author avatar
2 Jun 2012 - 13:57

فيض اباد (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د مداير (Medair) مؤسسې څلور کارکوونکي، چې په هغو کې دوه بهرنۍ ښځې هم شاملې وې او په بدخشان ولايت کې تښتول شوي وو، د ملي اردو د کوماندو او ايساف ځواکونو په عملياتو کې وژغورل شول.

دغه کارکوونکي د غبرګولي په دويمه نېټه د بدخشان د يفتل پايان ولسوالۍ د شلخه زار له کلي څخه هغه مهال د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شول، چې د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته روان وو.

په بدخشان کې د ملي اردو د عملياتي د همغږۍ د مرکز قوماندان جنرال محمداسحق تمکين نن (د غبرګلوي ١٣مه) پژواک ته وويل، چې دغه کارکوونکي تېره شپه د ملي اردو د کوماندو ځواکونو او ايساف د عملياتو په پايله کې د شهر بزرګ ولسوالۍ په داونګ کلي کې په يوه کور کې وو او وژغورل شول.

د شلخه زار کلى د شهر بزرګ ولسوالۍ په پوله پروت دى.

جنرال تمکين زياته کړه، چې دوه بهرنۍ ښځې او دوه نور افغانان دي، خو دا چې دغه بهرنيانې د کوم هېواد اړوند دي، ملعومه نه ده.

د مداير مؤسسه د سويزرلنډ اړوند ده او تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو د خوارځواکۍ او اميندوارۍ د روغتيا په برخه کې فعاليت کوي.

په بدخشان کې د ملي اردو د عملياتي همغږۍ د مرکز قوماندان زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې پنځه وسلوال مخالفين، چې دغه کارکوونکي يې په بند کې وو، وژل شوي دي.

له بلې خوا د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکټر نورمحمد خاوري د ژغورل شوو کارکوونکو روغتيايي وضعيت ښه وباله او زياته يې کړه، چې ټاکل شوې هغوى نن د بدخشان مرکز فيض آباد هوايي ډګر او له هغ ځايه کابل ته ولېږدول شي.

آيساف ځواکونو د دغو کارکوونکو د ژغورلو پخلى وکړ.

په هغې خپرپاڼه کې، چې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه دوه مېرمنې هلن جانسټن(Helen Johnston) او مارګيو اورير(Moragwe Oirere) دي، چې له خپلو دوو افغان همکارانو سره په بدخشان کې د دولت د وسلوالو مخالفينو له بنده راخلاص شوي دي.

سرچينې له امنيتي ځواکونو او دکورنيو چارو له وزارت نه د دغو کار کوونکو د راخلاصولو له امله مننه وکړه.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وويل، چې وسلوالو يو بل سيمه ييز کس هم له دغو کسانو سره تښتولى و، چې دوه ورځې وروسته يې بېرته راخوشى کړ.

د يادو کار کوونکو د تښتولو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.