منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

چاودنو درې عام وګړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

ښرنه ، کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيکا او غزني ولايتونو په دوو بېلابېلو چاودنو کې درې عام وګړي وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت لخوا د غبرګولي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ د دواب په سيمه کې ديوه ماين په چاودنه کې درې عام وګړي وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا چاودنه چې پر يوه کرولا موټر شوې، دوه مېرمنې وژل شوي او يوه مېرمن  ټپي شوې ده.

بلخوا د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د غبرګولي په ١٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د وسلوالو طالبانو لخوا د خښ شوي ماين د چاودنې له امله د يحيى خېلو د مټاخېلو په کلي کې يو ماشوم وژل شوى او د يوه سړي په ګډون پنځه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې يو ماشوم په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او نور تر درملنې لاندې دي.

افغان وويل، چې دوه ماشومان په کابل کې شخصي روغتونونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او دوه نور د ايساف ځواکونو د بګرام د نظامي اډې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د هغه په خبره، د يادو ماشومانو روغتيايي حالت ښه بلل شوى او په پېښه کې ټپي شوى سړى په پکتيکا کې تر درملنې لاندې دى.

نوموړي زياته کړه: ((دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ياد ماشومان په سيمه کې له لوبو کولو وروسته د کورونو پر لور روان وو.))

د يادونې  ده، چې  ټپي شوي څلور ماشومان د يوې کورنۍ غړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.