ميدان ښار (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): د ميدان وردګو ولايت لوبغاړو د اوو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ په ورزشي سياليو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې د ميدان وردګو سربېره د غزني، لوګر، باميان، پروان، کابل او پکتيکا ولايتونو لوبغاړو هم برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې په نهو ورزشي ځانګو (تکواندو، کاراته، بوکس، پهلواني، واليبال، د بدن ښکلا، ووشو، فوټبال او د کيک بوکسينګ لوبغاړو برخه اخيستې وه.
شاهد وايي، چې په ټوليزه توګه د ميدان ودرګو ولايت لوبغاړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله او لومړى يې مقام وګاټه.
د والي وياند وويل، چې دميدان وردګو ولايت په ۷ څانګو لومړى،د غزني
ولايت دويم او د پروان ولايت درېيم مقام خپل کړ.
د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي نن (د غبرګولي٢٠مه) د ولايت په مرکز ميدان ښار کې د دغو سياليو پر ګټونکو لوبډلو او لوبغاړو انعامونه او جايزې ووېشلې.
فدايي نوموړې لوبې د ځوانانو د ودې، پرمختګ او روغتيا لپاره خورا اړينې وبللې او له نوموړو ځوانانو يې وغوښتل چې په ټولنه کې په نشه يې توکو روږدي ځوانان هم د لوبو او سپورټ ته وهڅوي، تر څو دوى هم د ټولنې د نوور وګړو په څېر له ښه راتلونکي څخه برخمن شي.
نوموړي د خپلې ژمنې په اړه ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې له ټولو ورزشونو څخه به په دې
ولايت کې د ورزشونو ګډه ټولنه جوړوي ترڅو د سپورت په ټولو برخو کې د شته
ستونزو حل ته په ګډه حل لارې چارې ولټوي.
د والي وياند وويل، چې دغه اووه ورځنۍ سيالۍ د ولايت د مقام په مالي لګښت په لاره اچول شوې وې.
د شاهپور په نامه ددغو سيالو يوتن لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دغه لوبې ډيرې د مينې او ورورګلوۍ په فضا کې تر سره شوې .
هغه وويل ددې ترڅنګ ، چې په دې سياليو کې يې برخه واخيسته ، ترڅنګ يې د اوو ولايتونو له لسګونو لوبغاړو سره پېژندګلوي هم پيدا شوه .
ده وويل چې ورزش ددې ترڅنګ چې انسان د نشه يي توکو له کارونې ، غلا او نورو ناوړه اعمالو څخه يو انسان او په ځانګړې توګه ځوان ساتي ، بلکې ځوانانو ته ملي روحيه او د هېواد جوړونې او پرمختګ مفکوره هم ورکوي .
دغه لوبې پنځه ورځې مخکې د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې پيل شوې وې ، چې نن پاى ته ورسېدې .










