منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د فوټبال په نړيواله درجه بندۍ کې تر هند او پاکستان مخکې شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): افغانستان په تاريخ کې د فوټبال د نړيوالې درجې تر ټولو ښه مقام ترلاسه، هند او پاکستان يې شاته پرېښودل.

د فوټبال د نړيوال فدراسيون (فيفا) په وېبپاڼه کې د چنګاښ په ١٥مه په خپره شوې نړيواله درجه بندۍ کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د نړۍ په ٢٠٨ هېوادونو کې تر پخوا ښه ١٦٢م مقام ترلاسه کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې له دې وړاندې يې په ٢٠١١ زېږديز کال کې يو سل او څلور شپېتم مقام خپل کړى و.

د فيفا په وېبپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د تېر کال په پرتله شپږ نومرې ترلاسه کړې او په ټوليزه توګه په ١٢٢ نومرو سره په ١٦٢ مقام کې ځاى لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هندوستان په ١٢١ نومرو سره په ١٦٣، پاکستان ٧٢ نومرو سره ١٧٢، سريلانکا ٦٤ نومرو سره ١٨١ او بنګله دېش ١٦٠ نومرو سره په ١٥١ م مقام خپل کړى دى.

خو د افغانستان بل ګاونډي هېواد ايران بيا تر پورته هېوادونو ډېر لوړ يعنې د ٥٨١ نومرو سره په پنځوسم مقام کې ځاى لري.

د فيفا په وېبپاڼه کې راغلي، چې افغانستان دغه راز د اسيا په کچه اته دېرشم، پاکستان نهه دېرشم او هندوستان په نهه وېشتم مقام کې ځاى لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هسپانيا چې څو ورځې مخکې يې اروپايي جام هم ګټلى دى د فوټبال په نړيواله درجه کې لومړى، المان دويم، يوراګوى درېيم، انګلستان څلورم، پرتګال پنځم، ايټاليا شپږم، ارجنټاين اووم، هالنډ اتم، کرواسيا نهم او ډنمارک په لسم مقام کې ځاى لري.

برازيل، چې يو مهال د نړۍ پر فوټبال باچايي کوله، په دې توانېدلى چې د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې ځاى پيدا کړي، په دې درجه بندۍ کې برازيل يوولسم ځاى لري.

د فوټبال لوبغاړى او د دې لوبې څارونکى هادي کاظمي وايي، چې فيفا هره مياشت د نړۍ د فوټبال ارزيابي کوي او بيا درجه بندۍ اعلانوي.

هغه زياتوي، چې افغانستان څو مياشتې مخکې په هندوستان کې د فوټبال په سياليو کې کوربه هېواد، هندوستان، نيپال او سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال چارواکي او مينه وال ګوته په غاښ کړي وو.

نوموړى وايي، چې په افغانستان کې د فوټبال د لوبې استعدادونه او وړتياوې ډېرې دي، خو که دولت دې لوبې ته زياته پاملرنه وکړي نو افغانستان به په دې برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې افغانستان د بېلابېلو لوبو په ډګر کې ډېر پرمختګونه کړي، په ځانګړې توګه په کرکټ او تکواندو کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان د المپيک کمېټۍ د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان په بېلابېلو نړيوالو سياليو کې په ګڼ شمېر لوبو کې لسګونه مډالونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډلې د يو شمېر نړيوالو لوبو د ګټلو ترڅنګ، ملي لوبډلې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام ته چې دوه مياشتې وروسته په سريلانکا کې ترسره کېږي او د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله په روان کال کې په اسټراليا کې ترسره کېدونکي نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.