ژبه

پوليسو يو ځانمرګى بريدکوونکى له بريده مخکې وواژه

عبيد خروټي

۱۵ چنګاښ ۱۳۹۱ - ۱۰:۳۰

Views: ۷۵

ښرنه ( پژواک ١٥ چنګاښ ٩١ ) : د پکتيکا چارواکي وايي ،چې پوليسو په ارګون  ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى له بريده مخکې وژلى دى.

ددې ولايت د والي وياند مخلص افغان دچنګاښ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې تېره شپه په يوه بجه يو ځانمرګى بريد کوونکى، چې له چاودېدونکيو توکيو ډک واسکټ يې اغوستى و، دارګون ولسوالۍ بازار په يو کيلو مترۍ د څرخ سيمې ته راغلى و.

هغه زياته کړه ،چې پوليسو تر بريده مخکې هغه په ډېر مهارت سره وواژه، چې واسکټ يې ونه چاودېد.

افغان وايي، چې وروسته دايساف ځواکونو په مرسته د هغه واسکټ ترې ووېستل شو، چې پکې ١٨ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، وژل شوى ځانمرګى بريدکوونکى ٢٥ کلن ښکاري، اوږده ويښتان لري او ږيره يې هم نوې راغلې ده.

د والي وياند وويل ،چې تر اوسه د هغه هويت نه دى معلوم او مړى يې په عام محضر کې د پېژندلو په موخه اېښودل شوى دى.

مخلص افغان زياتوي ،چې په دې پېښه کې نور چاته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،خو ددوى يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي،چې د پکتيکا ولايت په سروبي ولسوالۍ کې يې د بريدونو په ترڅ کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته  مرګ ژوبله اړولې ده.