منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۷ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ بورډ او اتصالات په ګډه ((د ستورو لټون)) پروګرام پيلوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ او د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ په ګډه د نويو با استعداده لوبغاړو د پيدا کولو په موخه ((د ستورو په لټه کې )) پروګرام پيلوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه پروګرام له لارې ځوانانو ته د لوبو کولو شونتيا برابرېږي.

کرکټ بورډ له ټولو هغو ځوانانو، چې د کرکټ لوبغاړي وي او تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې غوښتي چې په دغه پروګرام کې ونډه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ له دغو ځوانانو غوښتي، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه او ٢٦مه، د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې نوم ليکنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه ځوانان چې غواړي په دغه پروګرام کې ګډون وکړي، هغوى بايد د افغانستان د کرکټ بورډ په ولايتي، د زونونو په کچه او نورو لوبډلو کې نه وي لوبېدلي.

په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو لوبغاړو له هر يوه څخه ٢٠٠ افغانۍ د ګډون فيس په توګه اخيستل کېږي.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې تر نوم ليکنې وروسته به له دغو ځوانانو د چنګاښ په ٢٨مه ازموينه واخيستل شي، چې وروسته به بريالي کسان په ياد پروګرام کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ او د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ غواړي د ورته پروګرامونو له لاري نوي او پياوړي ځوانان په نښه او له دې لارې نويو ځوانانو ته د لوبو چانس ورکړي.

د لوبې د سپورتي مجلې مسوول مدير او د کرکټ د لوبې کارپوه رحيم ګل څاروان د کرکټ بورډ او اتصالاتو شبکې د دغه اقدام ستاينه کوي او زياتوي چې له دې لارې پياوړي لوبغاړي رابرسېره کېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې د هرې لوبې او په ځانګړې توګه د کرکټ د لوبې ښه استعداد لرونکي لوبغاړي شته، خو تر اوسه په ملي کچه نه دي پېژندل شوي.