کابل ( پژواک ١١ زمرى ٩١ ) : دافغانستان د١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د اسټراليا يوې ځايي لوبډلې ته په درېيمه پرله پسې لوبه کې هم ماتې ورکړه.
د ځوانانو ملي لوبډله په اسټراليا کې د ۲۰۱۲ کال نړيوال جام ته چمتووالى نيسي او په دې موخه له ټاکلې مودې مخکې دغه هېواد ته تللې ده.
په اسټراليا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکار د زمري په ١١ مه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځوانانو لوبډلې نن خپله درېيمه تمريني لوبه هم د سن شاين کوسټ ( (sun shine coast په نوم له يوې ځايي لوبډلې سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه ،چې دافغانستان لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د نوموړي په وينا، د ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ٤٥ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٦ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٧٧ منډو هدف وټاکه.
همکار وايي،چې دافغانستان له لوري حشمت الله شاهدي په زړه پورې لوبه وکړه او له سوځېدو پرته يې ١٠٠ منډې جوړې کړې. دغه راز نجيب ځدراڼ ٥٦، جاوېد ٢٣، افسر خان ٢٩ او نور الحق ٢٣ منډې جوړې کړې.
نوموړي وويل ،چې د اسټراليا د سن شاين کوسټ لوبډلې هدف ترلاسه نه شواى کړاى اوپه ټاکل شويو ٤٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٥ منډې جوړې کړې.
د ځوانانو دلوبډلې منېجر وايي،چې افغان ځوانانو د توپ وهنې ترڅنګ ډېره ښه توپ اچونه هم وکړه، سيد احمد شېرزاد ديوه هيټرک سره پنځه لوبغاړي وسوځول،دغه راز افتاب عالم او رشيد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هغه زياته کړه ،چې افغان لوبغاړي سيد احمد شېزراد د يوه اوور په څلورو پرله پسې توپونو څلور لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو ځوانانو دلوبډلې منېجر وويل ،چې افغان لوبغاړو نن دلوبې په هره برخه کې په زړه پورې لوبه وکړه او لوبه يې پخپلې بريا پاى ته ورسوله.
هغه زياتوي، چې د نړيوال جام تر سياليو پورې، چې ټاکل شوې د زمري په ٢١مه، پيل شي، ملي لوبـډله به خپلو تمريناتو ته ادامه ورکوي او له دې سياليو مخکې به له هندوستان او ايرلينډ سره دوه تمريناتي سيالۍ هم ولري.
د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په سياليو کې، چې په اسټراليا کې ترسره کېږي، ١٦ لوبډلې برخه اخلي ، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه به د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره او درېيمه لوبه به د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره کړي.










