منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اماراتو په لور وخوځیده

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ۱۶ زمری ۹۱ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ددریو هیوادونو په اوږود سفر د متحده عربي اماراتو په لوري روانه شوه.

د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکتر حامد شینواري نن دزمري په ۱۶مه، په  کابل کې د لوبډلمشر نوروز منګل او د لوبډلې منیجر شفیق الله ستانکزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې ملي لوبډله په به دې یو نیم میاشتني سفر کې یو شمیر لوبې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه ملي لوبډله نه ده ټاکل شوې او ۲۵ کسیزه ډله به له رسمي سیالیو څخه مخکې په متحده عربي اماراتو درې اونۍ د کورنیو او بهرنیو روزونکو پر وړاندې تمرینات ترسره کوي.

د نوموړي به وینا، تر روزنیز کمپ  وروسته د اګست میاشتې په ۱۵ مه نیټه، به د افغانستان کرکټ پنځلس کسیزه ملي لوبډله اعلان شي .

شینواری زیاتوي : (( د افغانستان له لوري یوه پیاوړې لوبډله برابره شوې ده ، او د روزونکی کبیرخان او دولت احمدزی ترڅنګ به د ډیویډ ډایر چې یو نړیوال ټرینر دی روزنه ترلاسه کړي ، ډیر کار به د لوبډلې په فیټنیس وشي ځکه د فیټنیس په برخه کې ستونزې لیدل شوي دي ))

ډاکټر شینواري وویل ، ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اګست میاشتې په ۲۵ نیټه، په یوې نړیوالې یو ورځنۍ تاریخې لوبې کې د استرالیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي، دغه لوبه به د ماښام په ۶ بجو پیل شي او د ټین کرکټ تلویزیون له لارې به په ژوندۍ بڼه وښودل شي .

هغه وایي چې  له استرالیا سره تر نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وروسته به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر میاشتې په دوهمه نیټه، ویسټ اینډیز هیواد ته سفر وکړي او د دغه هیواد د ازآدۍ په ویاړ په جوړې شویو دوستانه سیالیو کې برخه واخلي.

د نوموړي په وینا تر دې وروسته به لوبډله د ۲۰۱۲ کال په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې چې د سپټمبر میاشتې په ۱۸ مه نیټه، په سریلانکا کې پیلیږي ، ګډون وکړي.

شینواری وایي : (( په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له هندوستان او انګلستان سره لوبې ترسره کوي خو تر دې وړاندې به لوبډله د سپټمبر میاشتې په ۱۴ نیټه، د سریلانکا له الف لوبډلې او د سپټمبر میاشتې په ۱۶ مې نیټې د ویسټ اینډیز له لوبډلې سره تمریناتي لوبې ترسره کړي)).

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وایي د لوبډلې لپاره ټولې اسانتیاووې په واک کې ورکړل شوي دي او دوۍ به هڅه وکړي چې دخپلو هیوادوالو په پوره ملاتړ او دعاوو سره ښه لوبه وکړي .

هغه پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال اسټرالیا سره کیدونکې مهمه لوبه مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی دې لوبې لپاره ښه چمتوالی نیسي.

د یادونې وړده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د استرالیا په وړاندې د یوې تاریخي او نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کوربتوب کوي ، د افغانستان ملي لوبډله د اتصالاتو دمخابراتي کمپنۍ، د الکوزي شرکت، اسټرالیایی ایلانیک کمپنۍ او کام ایر هوایي شرکت له لوري سپانسر شوې ده .