ژبه

د شپږو پاکستانيو په ګډون د ١٢ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وشوه

اسعداباد (پژواک ١٧ زمرى ٩١): افغان او د ايساف چارواکي وايي، چې په کونړ ولايت کې د هوايي عملياتو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسلوال وژل شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات تېره شپه د مرورې ولسوالۍ د چنار په سيمه کې شوي دي.

هغه زياته کړه، په عملياتو کې له هوايي ځواکه هم مرسته غوښتل شوې وه او په کې د شپږو پاکستانيو په ګډون ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

والي وويل، چې په وژل شوو کې د مالک په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى.

په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم ياد عمليات او مخالفينو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دغو عملياتو کې د دوى يواځې شپږ ملګري وژل شوي دي.

نوموړي د مالک وژنه هم تاييد کړه، خو ويې ويل، چې هغه لوړ پوړى قوماندان نه و.

مجاهد ادعا وکړه، دغه هوايي بريد پر يوه کور شوى او د دغه کور اووه غړي، چې عام وګړي دي، په کې وژل شوي دي.

د باچا په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم وويل، چې په وژل شوو کې د يوې مېرمنې په ګډون درې ملکي وګړي شامل دي.

د يادونې ده چې درې ورځې مخکې د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د ايساف په يوه هوايي بريد کې د مفتي اسد په نوم د القاعدې يو مهم قوماندان له خپل مرستيال سره وژل شوى و.

ورته موضوع