منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

نېکپا خپل پولنډي سيال ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 کابل ( پژواک ١٩ زمرى ٩١): افغان تکواندو کار روح الله نېکپا د لندن ٢٠١٢ داولمپيک په سياليو کې د پنځو پر وړاندې د ١٢ امتيازو په ترلاسه کولو سره خپل پولنډي سيال ته ماتې ورکړه.

 د اولمپيک د بيجنګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سياليو نايب اتل روح الله نېکپا نن له غرمې وروسته د افغانستان په وخت په  ٣:٥٠ دقيقو ميدان ته ولاړ او له خپل پولنډي سيال ميخايل لوونسکي سره يې لوبه پيل کړه.

نېکپا له شنې خولۍ او جامو او لوونسکي له سرې خولې او جامو سره ميدان ته ولاړل، نيکپا په درېيمه دقيقه کې د خپل حريف پر لور يوه کلکه لغته واره کړه، چې له امله يې ورته درې امتيازونه اعلان شول، خو د ريفري له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې دغه لغته په هغه نه وه لګېدلې، له همدې امله دا درې نومرې حساب نه شوې.

افغان تکواندو کار د لومړي رونډ په پاى کى دوه او سيال يې يوه نومره ترلاسه کړې وه.

 په دويم رونډ کې نېکپا د خپل سيال پر سر يوه بله ضربه هم وارد کړه او درې نومرې يې ترلاسه کړې، چې دا رونډ هم پنځه د درېيو پر وړاندې د افغان ورزشکار په ګټه پاى ته ورسېد.

په درېيم رونډ کې ، چې د نندارچيانو له شور سره يو ځاى وو، نېکپا د لوونسکي پر سر دوه نورې کلکې ضربې وارد کړې، چې اوه نور امتيازونه يې ترلاسه کړل او په پايله کې دغه سيالي ١٢ د ٥ پر وړاندې د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.

لوونسکي د اروپا د اتلولۍ په سياليو کې د نقرې مډال اخيستى او د لندن اولمپيک لوبو ته يې لاره پيدا کړې وه.

 افغان تکواندو کار به د خپل پولنډي سيال له ماتې ورکولو سره په دوه نورو دورونو کې له ايراني تکواندو کار محمد باقري سره سيالي وکړي. باقري د ٢٠٠٩ کال د نړۍ نايب ا تلولي ترلاسه کړې وه، خو تراوسه يې د اولمپيک مډال په غاړه کى نه دى اچولى.

 که چيرې نېکپا خپل ايرانى سيال له ميدانه وباسي، له اردون څخه محمد ابوليبده سره به لوبه وکړي او د ګټلو په صورت کې به لومړى مقام ترلاسه کړي.

ابوليبده په ٢٠١١ کال کې په سوېلي کوريا کې د نېکپا پر وړاندې اووه د څلورو پر وړاندې ماتې خوړلې وه. خو که چيرې دغه افغان تکواندو کار د خپل ايراني سيال پر وړاندې ماتې وخوري، د لوبې ددوام لپاره بل چانس نه لري.