کابل ( پژواک، ۲۰ زمری ۹۱ ) : دافغانستان د تیکواندو لوبغاړي روح الله نیکپا د لندن داولپیک په سیالیو کې د یوې ماتې او درېیو بریایو په ترلاسه کولو سره د برونز ( زیړو) مډال ترلاسه کړ.
نیکپا پرون پخپلې لومړۍ سیالۍ کې خپل پولنډي سیال ته د پنځو په مقابل کې په ۱۲ امتیازونو ماتې ورکړه، خو پخپله دویمه سیالۍ کې يې له ایراني لوبغاړي ماتې وخوړله.
خو نیکپا حوصله له لاسه ورنکړه او په وروستیو سیالیو کې خپلو بریتانوي او افریقایي سیالانو ته يې ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ.
هغه ، افریقایي سیال ته د دوو په مقابل کې په ۱۴ نومرو او او بریتانوي سیال ته یې د درېیو په مقابل کې په پنځو امتیازونو ماتې ورکړه.
دیادونې ده، چې د اولمپیک په تاریخ کې نیکپا دافغانستان لپاره دویم میډال وګاټه، هغه په ۲۰۰۸ کال دچین په اولمپیک سیالیو کې د افغانستان لپاره لومړی د برونز مډال ګټلی و.
د لوبو یوتن څارونکى هادي کاظمي د نیکپا د برونز مډال ګټل د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼي او زیاتوي ، چې هغه ډیره ښه لوبه وکړه .
نوموړي پژواک اژانس ته وویل ، چې نیکپا دلندن په سیالیو کې ډیره ښه لوبه وکړه او د سرو زرو مډال ګټلو چانس یې هم درلود، خو له ایراني لوبغاړي سره د لوبې پر مهال داورانو سمې پرېکړې ونه کړې.
د افغانستان د تیکواندو بل لوبغاړی نثار احمد بهاوي نن د ۸۰ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې برخه اخلي.










