کابل ( پژواک ۲۰ زمری ۹۱ ) : د لندن په اولمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي نثار احمد بهاوي د تیکواندو د ۸۰ کیلو ګرامه سیالیو په لړ کې خپل مراکشي سیال ته ماتې ورکړه.
بهاوی که څه هم ددې سیالۍ پر مهال ټپي شوی و، خو خپله حوصله یې له لاسه ورنکړه او مراکشي لوبغاړي عصام چنابي ته یې ددریو په مقابل کې په څلورو نومرو ماتې ورکړه.
دیادونې وړ ده چې مراکشی لوبغاړی عصام دنړۍ دویم او د افریقا په کچه لومړی مقام لرونکی لوبغاړی دی.
نثار احمد بهاوي به د کوارټرفاینل په بله مرحله کې له ارجنټایني سیال سره لوبه کوی، که یې وګټله نو بیا به دسرو زرو او یا هم نقرې لپاره سیالي کوی او که یې بایلوده نو بیا به د برونز یا زیړو مډال لپاره دوه نورې لوبې کوي.
تر دې مخکې د تیکواندو بل افغان لوبغاړي روح الله نیکپا هم تیره شپه دلندن اولمپیک سیالیو کې یې د برونز یا زیړو مډال وګټلو.










