ژبه

لښکرګاه (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې د ماين په يوه چاودنه کې څلور قومي مشران وژل شوي دي.

د والي وياند داوود احمدي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه تېر ماخوستن د کجکي ولسوالۍ د قاضي خېلو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د دې ولسوالۍ څلور قومي مشران مولوي خيرالله، حاجي عبدالغفور، حاجي قدرت الله او موسى كليم وژل شوي دي.

د احمدي په وينا، ياد قومي مشران د تراوېح لمانځه ته روان وو، چې په لاره کې پرې خښ شوى ماين والوت.

د هلمند د ولايت مقام دغه چاودنه او د څلورو قومي مشرانو وژل کېدل په کلکه غندلي او کورنيو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

د ولايت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ترهګر تل پر لارو او سړکونو ماينونه خښوي چې له امله يې بېګناه عام وګړي وژل کېږي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.