منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسټراليا سيالۍ لپاره دافغانستان کرکټ لوبډله اعلان شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل ( پژواک  د وږي لومړۍ نېټه، ٩١ ) : له اسټراليا سره د ترسره کېدونکې د کرکټ يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه.

له دې مخکې دافغانستان کرکټ بورډ يادې سيالۍ لپاره شاوخوا ٢٥ تنه اعلان کړي وو، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې د اماراتو د شارجې په لوبغالي کې دافغانستان د ملي لوبډلې ددوو بهرنيو روزونکو کبير خان او ډيوېډ ډاير لخوا تر روزنې لاندې وو.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې  تر دوو اونيو روزنې وروسته دافغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کميسيون ( سلېکشن کميټي) اسټراليا سره د ترسره کېدونکې يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې لپاره ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د هغه په وينا، په دې لوبډله کې نوروز منګل ( کپتان) نبي عيسى خېل ( مرستيال) کريم خان صادق، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب ، سميع الله شينوارى، دولت ځدراڼ ، شاهپور ځدراڼ ، عزت الله دولتزى، رحمت شاه او محمد سميع اغاشامل دي .

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى او تېز توپ اچوونکى حميد حسن په دې لوبډله کې نه دى شامل کړاى شوى.

هغه تېر کال په متحده عربي اماراتو کې دانګلستان ملي لوبډلې پر ضد ديوې تمريني لوبې پر مهال ټپي شوى و، خو د کرکټ بورډ په لګښت په لندن او اماراتو کې يې  درملنه وشوه او هيله وه، چې داسټراليا پر ضد لوبه وکړي.

خو د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي ،چې ډاکټرانو هغه ته اجازه نه ده ورکړې، چې په دې لوبه برخه واخلي.

پخوانى ملي لوبغاړى او د ننګرهار کرکـټ اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد اسټراليا سره د ترسره کېدونکې سيالۍ لپاره اعلان شوې لوبډله مناسبه وبلله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کرکټ بورډ هڅه کړې، چې  مناسب، روغ او پياوړي لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي.

ټاکل شوې ده، چې دافغانستان او اسټراليا ترمنځ د کرکټ يو ورځنۍ نړيوال لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د وږي په څلورمه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شي.