جلال اباد ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١ ) : په جلال اباد ښار کې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ دفتر غلو لوټلى دى.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د ننګرهار اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد دوږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه داختر په درېيمه شپه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې ناپېژانده وسلوالو د شپې لخوا دده اکاډمۍ ته اوښتي او له دفتر څخه يې دفتري وسايل، کمپيوټر، لپ ټاپ کمپيوټرونه ، يخچال او نور برقي او دفتري وسايل يې وړي دي.
نوموړى وايي : (( کله چې سهار دفتر ته راغلم، ګورم چې هر څه ګډ وډ پراته دي او غلو ددفتر ټول وسايل وړي دي.))
هستي ګل وايي ، چې په دې اړه يې دجلال اباد ښار دلومړۍ امنيتي حوزې امريت او امنيه قوماندانۍ ته راپور ورکړى او هغوى په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د بررسۍ آمر سمونمل سلطان محمد ياده پېښه تاييد او زياته يې کړه ، چې دوى د پېښې له ځاى څخه ليدنه کړې او په اړه يې جدي پلټنې پيل کړې دي.
خو هغه زياته کړه ،چې تر اوسه له دې پېښې سره يې د تړاو په تور څوک نه دي نيولي .
د ننګرهار کرکټ اکاډمي له تېرو دريېو کلونو راهيسې په فعاليت پيل کړى او تر ٢٠٠ پورې د کرکټ لوبغاړي پکې د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني روزونکي تاج ملک علم، هستي ګل عابد او نورو پياوړو روزونکو لخوا روزل کېږي .
ددې اکاډمۍ مسوول وايي، چې ددوى موخه داده، چې په هېواد کې د کرکټ لوبې ته وده ورکړي او د هېواد بېلا بېلو ملي لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ور وپېژني.
هستي ګل عابد وايي، چې دوى د اکاډمۍ د امنيت لپاره د پوليسو د ګومارلو په موخه عريضه کړې، خو امنيه قوماندانۍ له دې کار څخه معذرت غوښتى دى.
د جلال اباد ښاريان او ددې ولايت د کرکټ لوبغاړي پر يادې پېښې سخت خواشيني او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کوي.
د دې ولايت د کرکټ يوه لوبغاړي او د جلال اباد ښار ددرېيمې ناحيې اوسېدونکى امين الله وايي ، چې ننګرهار کرکټ اکاډمي يواځينۍ رسمي او مسلکي اکاډمي ده ، چې سلګونه لوبغاړي پکې روزل کېږي.
هغه له امنيتي مسوولينو وغوښتل، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.
د يادونې ده، چې د ننګرهار کرکټ اکاډمي د جلال اباد ښار په زړه کې د ساينس او ټيکنالوژۍ پوهنتون ودانۍ کې موقعيت لري.










