منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۳ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

هندوستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو د نړيوال جام اتل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ٥ وږى ٩١): د کرکټ ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سياليو په پاى لوبه کې نن هندوستان، کوربه هېواد اسټراليا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.

د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د زمري په ٢١مه د اسټراليا په برېسبين ښار کې پيل شوې وې، چې نن د هندوستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د هندوستان او کوربه اسټراليا لوبډلو لاره موندلې وه او نن يې ترمنځ پايلوبه ترسره شوه.

د پايلوبې پچه يا ټاس هندوستان وګاټه او لومړى يې اسټراليا ته د لوبې کولو بلنه ورکړه، د اسټراليا لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٥ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يې د ٢٢٦ منډو هدف وټاکه.

د هندوستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او د ځوانانو نړيواله اتلولي يې  خپله کړه.

د هندوستان له لوري چاند ١١١ او پټيل ٦٢ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې په دغو سياليو کې لسم مقام خپل کړ.

په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ ١٦ غوره لوبډلو برخه اخيستې وه، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې وې.

د افغانستان لوبډله په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلنډ او سکاټلينډ سره دى، په (الف) ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل وو .