ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې نږدې شل ټنه بې کيفيته غوښه ونيول شوه

author avatar
2 Sep 2012 - 18:56
author avatar
2 Sep 2012 - 18:56

جلال اباد ( پژواک ١٢ وږى  ٩١) د ننګرهار چارواکي وايي، چې ددغه ولايت د دوربابا په سرحدي ولسوالۍ کې يې نږدې شل ټنه بې کيفيته غوښه نيولې ، چې په قاچاقي ډول له  پاکستان څخه راوړل کېده.

د ننګرهار ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا د وږي  په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې امنيه قوماندانۍ ورته درې موټر بې کيفيته غوښته استولې ده.

هغه زياته کړه ، ياده  غوښه چې په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوې وه، ډير بد بوى  او خراب کيفيت يې درلوده.

نوموړي وويل، چې نيول شوې غوښه نږدې ٤ مليونه پاکستانۍ کلدارې ارزښت لري، چې د حيواني لابراتوار تر معايناتو وروسته به يې تر خاورو لاندې کړي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوى ياد توکي په دوربابا کې نيولي وو او ښاروالۍ ته يې سپارلي دي.

سرچينې زياته کړې چې له نيول شويو کسانو پلټنې پيل شوې دي.

د سيد نمير په نامه يوه موټر چلوونکي چې ياد غوښه يې د قبايلي سيمې له څڅوبي سيمې څخه راوړې وه، پژواک ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر په دوربابا ولسوالۍ کې پوليسو ونيول شو.

هغه زياته کړه چې پوليسو د غوښې مالکان هم نيولي وو، خو تر جوړ جاړي وروسته يې په مارکو کې له موټرو ښکته کړ دى او دوه نور چلوونکى يې قوماندانۍ ته را وستي دي.

نوموړي وويل : (( موږ دا غوښه د کرايې په بدل کې افغانستان ته راوړې ده، خو دولت اصلي مالکان پريښي او موږ يې نيولي يو.))

خو د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دغه ادعا ردوي چې ګوندې پوليسو اصلي مالکين خوشې کړي دي.

هغه پژواک ته وويل چې نيول شوي کسان قرارداديان دي او په جلال اباد ښار کې په پټه قصابانو ته بې کيفيته غوښي راوړي.

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به هغه قصابان هم ونيول شوي چې په دې کاروبار کې لاس لري.

د يادونې وړ ده چې د تېرې روژې په مياشت کې ننګرهار ښاروالۍ څو ټنه بې کيفيته توکي نيولي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.