منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ولايتونو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو  لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه پيل شوې.

ټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي او د دغه پړاو تر بشپړېدو وروسته په ننګرهار کې د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

وفا وايي، چې په دغو سياليو کې د ٢٤ ولايتونو، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او د کوچيانو په ګډون ٢٦ لوبـډلې برخه اخلي چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د څلورو ګروپونو سيالۍ د کابل  او د څلورو نورو د کابل تر سياليو وروسته د ننګرهار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ،  اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ  د کورني کرکټ بورډ مسوول نظيم جان عبدالرحيمزي پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو څخه موخه د هېواد ملي لوبډلې، الف لوبډلې او د ١٩ کلنونو لوبډلو ته د پياوړو لوبغاړو موندل دي.

هغه زياته کړه، چې په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ په حال کې دى او ډېر زيات لوبغاړي په دې لوبې کې بوخت دي.

د عبدالرحيمزي په وينا، په افغانستان کې د کرکټ لوبغاړي ډېرې وړتياوې او استعدادونه لري او که د لوبو اسانتياوې ورته برابرې شي، نو ډېر پرمختګ کولى شي.

له پېښور څخه راغلي د کډوالو لوبډلې منېجر  مومن خان د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې دوى ته يې په دغو ملي سياليو کې د ګډون بلنه ورکړه.

د نوموړي زياته کړه، چې سلګونه افغان لوبغاړي د پېښور او نورو ښارونو او پنډغالو کې د کرکټ په لوبې بوخت دي، خو تر اوسه ورته چا پاملرنه نه وه کړې.

هغه د افغانستان له کرکټ بورډ څخه غوښته وکړه، چې د بېلابېلو لوبډلو په ټاکلو کې دې د افغان کډوالو لوبغاړو ته هم چانس ورکړي.

نن په لومړۍ ورځ د بغلان او کډوالو او د باميان او هلمند ولايتونو ترمنځ لوبې ترسره کېږي.