منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۵ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

بغلان هلمند او کډوالو بامیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل(پژواک ١٦وږى٩١): د کرکټ د شل اووریزو ولایتي سیالیو په لړ کې بغلان هلمند او د کډوالو لوبډلې بامیانو ولایت ته ماتې ورکړه.

 د کرکټ بورډ لخوا د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپانه کې ويل شوى، چې د افغانستان د بيلا بيلو سيمو د  ۲۶ لوبډلو داسیالۍ د وږي په ۱۵مه، د کابل  په نړیوال لوبغالي کې پیل شوي دي.

 خبرپانه زياته وى ، چې نن ددې سیالیو په لومړۍ لوبه د افغان کډوالو او بامیانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه کډوالو وګټله او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۷ منډې کړې او بامیانو ته یې د ۲۰۸ منډو هدف کيښود.

دغه راز د کډوالو له لوري رشید ۹۳، ایمل ۲۸ او سردار ولي ۲۱ منډې جوړې کړې.

سرچينه کاږي چې د بامیانو له لوري عبدالله او ولید دوه دوه لوبغاړي وسوځول او د بامیانولوبډلې هدف تر لاسه نه شو  کړای او په ۱۴ اورونو کې په ۸۴ منډو ټوله لوبډله یې وسوځیدله.

د کډوالو له لوري وسیم انځار او رشید دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

 سرچينه ليکي ، چې له غرمې وروسته د بغلان او هلمند لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د بغلان په بریا پای ته ورسیده.

په همدي ترتيب، بغلان لومړی لوبه وکړه او په ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

نیازولي ۴۲، عږیږ ۱۹ او خالقداد ۱۷ منډې جوړې کړې.

دغه راز د هلمند له لوري شکیل ۳ ، قدرت او سمیع الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هلمند لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې، رحیم ۵۵، ظهیر ۳۵ او رحمت ۲۲ منډې جوړې کړې.

د بغلان له لوري جهانګیر ۳  او خالقداد یو لوبغاړی وسوځاوه.