منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ شل اووريزې سيالۍ تخار پکتيکا او غور سرپل ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک ١٨ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې تخار پکتيکا او د غور ولايت لوبډلې سرپل ولايت ته ماتې ورکړه.

د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو  لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن له غرمې مخکې لومړۍ سيالي د تخار او پکتيکا ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د تخار لوبډلې پچه وګټله، لومړى يې لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ١٧٧ منډې جوړې کړې. د دوى له لوري زاهد علي ٦٢ او امين الله ٥٠ منډې جوړې کړې.

د پکتيکا له لوري ‌ظفر ٣ او خالد دوه لوبغاړي وسوځول.

د پکتيکا لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٩ اورونو کې په ١٣٧ منډو وسوځېدله، ددوى له لوري قلندر ٣٥ او صحب خان ٢٠ منډې جوړې کړې، د تخار له لوري زاهد علي درې، ليمان او حيات دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

له غرمې وروسته دويمه لوبه د غور اوسرپل ترمنځ ترسره شوه.

هوتک وايي چې غور لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٨ منډې جوړې کړې، عزت ١٤ او تميم ١٤ منډې جوړې کړې، د سرپل له لوري تاج ولي درې ، زهير الله او ‌ظفر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د  سرپل لوبډلې دا هدف ترلاسه نه شواى کړاى  او ټوله لوبډله يې په شپاړسم اوور کې په ٦٨ منډو وسوځېدله، بهار ١٩ او صديق ١٥ منډې جوړې کړې.

د غور له لوري شمس څلور ، حسين او سليم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي ، چې دا سيالۍ په اتو ګروپونو وېل شوې دي، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ،  اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.