منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د زرمت ولسوال څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيا والي د دغه ولايت د زرمت ولسوالۍ ولسوال ګلاب شاه څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د وږي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد د زرمت ولسوال د درغلۍ او فساد له امله نن د دغه ولايت څارنوالۍ ته ور وپېژاند.

د هغه په وينا، په ياد ولسوال تور دى، چې خلکو ته د وېش په ۷۳ ټنه غنمو کې يې درغلي او لاسوهنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې له زرمت ولسوال سره د ولسوالۍ د کرنې رياست اړوند د ترويج مدير او دغه راز د زرمت ولسوالۍ د اجرايې مدير هم شامل دي.

سمون وويل: ((د پکتيا والي ژمن دى، چې هر فاسد او د ادارې بدنام کس به د څېړنو او ګروېږنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي کوي.))

د يادونې ده، چې څه موده مخکې هم د پکتيا والي د سرحدي پوليسو د دويم کنډک قوماندان د اخلاقي فساد په تور له دندې ګوښه کړ او پر ځاى يې بل تن پر دنده وګوماره.