کابل ( پژواک ۲۴ وږی ۹۱ ) : د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې لخوا د شل اووریزو ولایتي سیالیو لومړی پړاو چې پکې ۱۴ لوبډلو برخه اخیستې وه، د څلورو لوبډلو شل اووریزو ملي سیالیو ته د لارې موندلو سره پای ورسید.
د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې وې او پرون ماښام پای ته ورسیدې .
د کرکټ بورډ درسنیو امر فرید هوتک د وږي به ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون له غرمې مخکې د سي ګروپ ددوو لوبډلو کوچیان او نیمروز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د کوچیانو په بریا پای ته ورسیده.
نیمروزلومړی لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې، علم خان ۲۲ او محمد ۱۸ منډې جوړې کړې، د کوچیانو له لوري ابراهیم درې لوبغاړي وسوځول.
هغه زیاته کړه چې د کوچیانو لوبډله وکولی شوه یاد هدف په اتلسم اوور کې داتو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه وګټي، د کوچیانو له لوري عثمان ۶۴ او جلات خان ۲۸ منډې جوړې کړې، عثمان غوره لوبغاړی اعلان شو.
هوتک وایي چې له غرمې وروسته د سمنګان او نورستان ترمنځ لوبه ترمنځه ترسره شوه، چې د سمنګان په بریا پای ته ورسیده، نورستان لومړی لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۰ منډې جوړې کړې، ضیاالحق ۳۷ او زبیر ۲۳ منډې وکړې.
د سمنګان لوبډله دغه هدف په شلم اوور کې دشپږو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، ظریف ۵۷ او معراج ۲۹ منډې جوړې کړې.
دنوموړي په وینا، ددې سیالیو د لومړي پړاو په پای کې له الف ګروب څخه افغان کډوال، له ب ګروپ څخه پکتیکا، له سي ګروپ څخه کوچیان او له د ګروپ څخه د پنجشیر لوبډلې زیاتو نومرو ترلاسه کولو سره د اتصالات کپ شل اووریزو ملي سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د پاتې څلورو نورو ګروپونو چې پکې ۱۲ لوبډلې برخه اخلي، راتلونکۍ د ستمپر په ۱۷مه، دننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیلیږي.
دا سيالۍ په اتو ګروپونو وېشل شوې وې، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ، اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.










