ژبه

د کونړ والي د امريکايي رسنيو راپور رد کړ

خان ولي سالارزي

۱۷ تله ۱۳۹۱ - ۱۷:۳۶

Views: ۸۴

اسعداباد (پژواک ١٧ تله ٩١): د کونړ والي د امريکايي رسنيو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په دې ولايت کې القاعده ډېره فعاله ده او زياته يې کړه، چې ملي ځواکونو په دې کونړ کې ډېر پياوړي شوي دي.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي دغه څرګندونې نن (د تلې ١٧مه) په اسعداباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

 هغه زياته کړه، چې د امريکا سي بي اېس تلويزيون راپور ورکړى، چې ګواکې په کونړ ولايت کې د القاعده ډله ډېره فعاله شوې ده.

 وحيدي ياد راپور رد او له حقيقه يې لرې وباله او زياته يې کړه، چې په دې ولايت کې امنيتي ځواکونه پياوړي او شمېر يې هم ډېر شوى دى.

 د ده په وينا، افغان ملي ځواکونه له ايساف ځواکونو سره په ګډه د دې ولايت د ٢٤٠ کيلو متره اوږده سرحد ساتنه کوي.

 والي وويل، چې افغان ځواکونه به په دې ولايت کې خپله وړتيا د امنيتي مسووليتونو د انتقال له بهير څخه وروسته نړيوالو ته وښيي، چې دوی څومره پياوړي دي.

 د هغه په وينا، په دې ولايت کې تر ټولو لويه ستونزه دپاکستانيو ځواکونو توغندويي بريدونه دي، چې له امله يې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.