کابل (پژواک ١٧ تله ٩١): په کابل کې د انګلستان هېواد په ٤٢ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته د ملي اردو د افسرانو اکاډمي جوړيږي.
د دې اکاډمۍ د بنسټ ډبره نن د کابل د قرغې په سيمه کې کېښودل شوه.
په دې اړه په نيول شوو مراسمو کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ستر درستيز جنرال شېرمحمد کريمي، په افغانستان کې د ايساف ځواکونو د قوماندان مرستيال جنرال برادشاو او د ځينو نورو هېوادونو سفيرانو ګډون کړى و.
د افغانستان د ملي دفاع پوهنتون قوماندان تورن جنرال امين الله کريم په دغو مراسمو کې وويل، چې د دې اکاډمۍ د ودانولو چارې به په يوه کال کې بشپړې شي او د راتلونکي کال په همدې مياشت کې به محصلين جذب کړي.
جنرال کريم وويل، چې دا اکاډمي په انګلستان کې د سن هارتس پوځي اکاډمۍ په معيار جوړېږي.
جنرال کريم وايي، چې په دې اکاډمۍ کې به يواځې هغه کسان د يوه کال لپاره په پوځي برخه کې روزنه ترلاسه کوي، چې د کابل او د هېواد له نورو ملکي پوهنتونونو فارغ شوي وي.
دى وايي، چې په لومړي سر کې به بهرني استادان په اکاډمۍ کې تدريس کوي او دغه اکاډمي به هر کال ١٥٠٠ فارغان ولري، چې لس سلنه به يې ښځينه وي.
د ايساف ځواکونو مرستيال قوماندان وويل، چې د انګلستان صدراعظم ډيويد کامرون په تېره جولاى مياشت کې له ولسمشر کرزي سره د ملي اردو د افسرانو د روزنې د ملي اکاډمۍ د جوړولو هوکړه کړې وه.
ده وويل، چې د يادې اکاډمۍ جوړول له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اوږدمهاله ژمنې څرګندونه کوي.
برادوشاه وايي، چې ياده اکاډمي به د افغان ځواکونو له پياوړتيا او پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي.
ده وويل، چې د ملي اردو د افسرانو اکاډمي به د ملي دفاع په پوهنتون پورې تړلې وي.
د ملي دفاع وزارت ستر درستيز جنرال شېرمحمد کريمي وويل، چې د دې اکاډمۍ د بنسټ ډبره د ملي اردو لپاره د يوه روښانه راتلونکې پر لور ګام دى.
ده وويل، چې د استراليا، ناروې، ډنمارک او نيوزيلنډ هېوادونه په داوطلبانه ډول حاضر شوي چې د دې اکاډمۍ د ښوونې او روزنې او په نورو برخو کې له ملي دفاع وزارت سره همکاري وکړي.
دى وايي، چې د يادو هېوادونو چارواکو ويلي، چې دې اکاډمۍ ته به سلاکاران او استادان هم راولېږي.
ده وويل، چې دې اکاډمۍ ته به تر فزيکي او دماغي کلکو ازمايښتونو وروسته محصلين لار مومي.