ژبه

د پکتيکا مستوفي او د کرنې رييس په بند محکوم شول

ښرنه ( پژواک ١٩ تله ٩١): نن يوې علني محکمې ، د پکتيکا ولايت مستوفي او د کرنې رييس د اختلاس په تور په شپږ او ٧ کاله بند محکوم کړل.

 ياده علني محکمه نن د پکتيکا د استيناف محکمې په ودانۍ کې د لومړۍ ښاري محکمې لخوا جوړه شوې وه .

 د لومړۍ ښاري محکمې ریيس قضاوت مل خانزمان يعقوبي د محکمې د پرېکړې د اعلان پرمهال وویل، چې د پکتیکا ولایت مستوفي محمد ظاهر وفا په شپږ کاله او د کرنې رييس  حمیدالله توخی په ٧ کاله  بند محکوم شول.

 د يادولو وړ ده ، چې د پکتیکا مستوفي له دې وړاندې په یوه بله قضیه کې هم د پکتیکا د څارنوالۍ له لوري د اختلاس په تور له دندې ګوښه او توقيف خونې ته لیږل شوی و، خو وروسته بیا راخوشی شو او خپلې دندې ته یې دوام ورکړ.

 دسیمې ځينو خلکو هم د نننۍ علنې محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ. 

  د سیمې یو قومي مشر حاجي وکيل پاچاخان وویل ، ډیرو خلکو داسي فکر کاوه چې قانون یواځې پر ولسي خلکو عملي کیږي، خو د محکمې نننۍ پرېکړې ولس ته دا ډاډ ورکړ ، چې پر چاوراکيو هم قانون پلى کیږي.

 د الخدمت په نوم د قومونو د سيمه ييزې شورا مشر حاجې مومن خان مخلص هم پردې پرېکړې خوښې وښوده او هيله يې څرګنده کړه ، چې په راتلونکې کې هم ورته پرېکړې وشي.  

 څو ورځې مخکې هم په دې ولايت کې  د محمد موسی په نوم یو تن ته د غلا، اختطاف او قتل په تور د اعدام سزا واورول شوه .