منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:11 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

په خوست کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي وسوځول شول

· 2 دقیقې لوستل · 126 کتنې

خوست-کندوز (پژواک ١٩ تله ٩١): د خوست ولايت امنيې قوماندانۍ د سلګونه لېتره شرابو په ګډون يوه زياته اندازه هغه نشه يي توکي، چې د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيول شوي وو، وسوځول.

د دغو توکو د سوځولو پر مهال د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نشه يي توکي په خوست ښار او بېلابېلو ولسواليو کې نيول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې دغه توکي له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا له ٤٠ تورنو کسانو سره نيول شوي دي.

د ځاځي په وينا، نيول شوي کسان يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په سوځول شوو توکو کې ۴۲ کيلوګرام چرس، ۵۶۹ لېټره شراب، ۴ کيلوګرام ترياک او ۳۰۰ لېټره د شراب جوړولو محلول شامل دي.

په خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال وايي، چې دوى به د دغو توکو د مخنيوي په برخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د هغه په وينا، له دې سره به په خوست کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمېر کې کموالی راشي او خلک به وهڅيږي چې نشه پرېږدي.

د يادولو ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم په خوست کې سلګونه لېتره شراب او چرس د پوليسو له له خوا نيول شوي او په عام محضر کې وسوځول شول.

د يو بل خبر له مخې، د کندوز ولايت پوليسو په شېرخان بندر کې په الکولي مشروباتو بار يوه لارى نيولې ده.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې دغه نشه يي توکي له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه کندوز ته راوړل کېدل، چې د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شول.

هغه زياته کړه، چې په دې لارۍ کې ۳۳۰۰ بوتله الکولې مشروبات بار دي.

د نوموړي په وينا، د دغو نشه يي توکو په تړاو يو تن نيول شوى او اوس تر پوښتنو لاندې دى.