منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغان ځوانانو لوبډله د کابل د کرکټ سياليو اتله شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): په کابل کې د کرکټ د دوولسو کلبونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د افغان ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

دا شل اووريزې سيالۍ د ننګرهار د کرکټ اکاډمۍ له خوا د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د هلال ګروپ په مالي لګښت د تلې په ٢٣مه پيل شوې وې.

پرون له غرمې وروسته د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د دغو سياليو پايلوبه د افغان ځوانانو او المسافي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په دواړو لوبډلو کې د کرکټ د ملي لوبډلې پياوړو لوبغاړو شتون درلود.

د دې لوبې پچه د المسافي لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه، دوى په شل اوورنو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٠ منډې جوړې کړې او ځوانانو لوبډلې ته يې د ١٢١ منډو هدف کېښود.

د المسافي له لوري نجيب تره کي ٢٦ او نورالحق ملکزي ٢٣ منډې جوړ کړې او د ځوانانو له لوري عبدالله مزاري درې، روښان او ناصر جمال دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغان ځوانانو لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د دوى له لوري محب الله اورياخېل ٢٧ او نجيب ځدران ٢٦ منډې جوړې کړې، د افغان ځوانانو لوبغاړى عبدالله مزاري د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د دغو سياليو په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس بشير ستانکزي، د هلال ګروپ مسوولينو او د ننګرهار اکاډمۍ د مسوول هستي ګل عابد له خوا پر لوبغاړي انعامونه او جايزې ووېشل شوې.

د کرکټ بورډ عمومي مشر او سلاکار وزير شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ډول سيالۍ په هېواد کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرکټ د ودې او پرمختګ په لاره کې، چې هرڅوک اقدامات کوي، کرکټ بورډ يې ملاتړى دى.  

د افغان ځوانانو د لوبډلې کپتان نجيب ځدران پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم هدف دومره سخت نه و، خو په لومړيو کې د دوى څلور پرله پسې لوبغاړي وسوځول شول چې له امله يې دوى تر فشار لاندې راغلل.

هغه زياته کړه، چې د رييس احمدزي او محب الله اورياخېل ترمنځ ګډه لوبه د دوى په بريا کې مهم رول ولوباوه.

د المسافي لوبدلې کپتان نورالحق ملکزي وويل، چې دوى د لوبې په مهم پړاو کې د نجيب ځدران د سوځولو چانس له لاس ورکړ، چې په ناکامۍ يې تمام شو.